د لاسرسي ځای

د پاکستان اليکشن کميشن ويلي دي چې بلدیاتی ټاكنو كې ښځې د ووټ كارولو له بنیادی حقه منع كول یو قانونی جرم دى او د دې سرغړوونکو ته به د قانون له مخې سزا وركول کېږي.

په اسلام آباد کې الېکشن کميشن لخوا جاري شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په خېبر پښتونخوا كې په 30 م می2015 كېدونكو بلدياتي ټاكنو كې دې د ښځو پشمول ټول خپل ووټ استعمال كړي ځكه چې د پاکستان آئین ټولو وګړو ته د ووټ كارولو حق وركړی دی.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د پېښور اليکشن کميشن ميډيا افسر سهيل احمد وويل چې اليکشن کميشن د ټولو سیاسی ګوندونو اميدوارانو ته هدايات جاري کړی دی، چې ښځو ته دې پولینګ اسټېشن ته راتلو كې هر ډول اساني وركړي او د ښځينو پولنګ دې په هر صورت كې ممکن كړې شي دغسې چې د ټولنې دا مهمه طبقه د ووټ استعمالولو حق څخه محروم نشي۔او که چا داسې ونکړل او زنانه ئ له ووټونو اچولو نه منع کړې نو پر ضد به ئ قانوني کاروائ کيږي نوموړي زياته کړه (( موږ په دې باندې ميډيا کمپائن هم چلولې دى او دا ائين پرضد دي چې څوک خپلې زنانه له ووټونو اچولو منع کوي نو که چا داسې وکړل نو لکه څنګه چې اليکشن کميشن د کوز دير د حلقه پي کې ٩٥ کيس روان دى داسې به د دې پر ضد هم ايکشن اخستې شي، او نور موږ پوره انتظامات کړيدي او اميدوارانو ته مو هم هدايات جاري کړيدي ))

کله چې مشال راډيو په انتخاباتو کې د زنانو د ووټ کارولو د حق لړ کې د قانوني چارو تجزيه کار وکيل اکبر هوتي نه وپوښتل نو هغه وويل چې په پښتنه ټولنه کې اکثره داسې کېږي چې زنانه د ووټونو نه منع کولی شي کومه چې د ائين او قانون خلاف ورزي ده خو پکار ده چې د زنانو ووټونه اچول ضروري وګرځول شي او بې له دې يو اميدوار کامياب تصور نه کړل شي او دا شان د دې لپاره قانون سازي هم پکار ده.

نوموړي زياته کړه (( په ايين کې د وګړي خبره شويده چې يو وګړې به خامخا خپله رائ کاروي نو دغه وګړې زنانه هم ده او نارينه هم ده چاته چې دا حق ترلاسه دى چې هغه به خپل ووټ ښه په ازادانه توګه کاروي اوس که يو تن زنانه له دې حقه محرومه ساتي نو دا اخلاقي جرم هم دى او د آيين پر ضد هم ده او هغه ته به پوره پوره سزا ورکول کيږي

خو زموږ داسې ټولنه ده چې اکثره خلکو خپلې زنانه د ووټونو اچولو نه منع کړيدي او د زنانو رای خپله رای ګڼي

نو پکار ده چې داسې يو قانون سازي وکړل شي چې د زنانو ووټوڼه اچول ضروري وګرځول شي او د ابادئ په تناسب سره چې د زنانو ووټونه کم راشي چې هغه انتخاب قبول نه وي نو هله به ممکن شي چې زنانو ته په دې معامله کې حقونه ورکړل شي))

ياده دې وي چې دې روستيو کې په کوز دير کې د ضمني انتخاباتو دوران څه د پاسه ٥٠ زره زنانو کې يوې ښځې هم ووټ نه وو اچولې د کومې چې اليکشن کميشن نوټس اخستې وو او تر دې دمه هغه کيس په اليکشن کميشن کې روان دى

XS
SM
MD
LG