د لاسرسي ځای

بېګاه د پنجشنبې په شپه د خوست ښار په جنوبي څنډه کې د لرګیو د منډیی په هغه برخه کې چې د دروازو او کړکیو د جوړولو کوچنۍ کارخانې په کې دي، د اور د لګیدو له کبله شخصي خلکو ته په کې درانه مالي زیانونه واوښتل.

بېګاه د پنجشنبې په شپه د خوست ښار په جنوبي څنډه کې د ټال په هغه برخه کې چې د دروازو او کړکیو جوړولو کوچنۍ کارخانې په کې دي، د اور د لګیدو له کبله شخصي خلکو ته په کې درانه مالي زیانونه واوښتل.

په دې اورلګیدنه کې چې لمبو او لوګیو يې د ښار د فضاء یوه برخه نیولې وه، سلګونه د دروازو او کړکیو د جوړولو کارخانې او دوکانونه وسوځیدل، خو امنیتي کسان او د اطفايې موظفین وتوانیدل، چې د اور د پراخیدو مخه ونیسي او پرینږدي، چې اور ښار لوري ته او یا د منډیي هغه برخې ته ورسیږي، چې سلګونه لوی او بارداره موټر په کې ولاړ وو.

د سوځيدولو دوکانونو یو شمیر مالکانو مشال راډیو سره په خبرو کې د افغان حکومت څخه وغوښتل، چې دوی سره عاجلې مرستې وکړي.

په دې ځای کې د خوست سربیره د افغانستان د نورو سیمو همدارنګه د پولې د پورې غاړې میرانشاه، بنو او ټل یو شمېر اوسیدونکو هم د نجاري کارخانې درلودې.

د سوځيدلو دوکانونو یو شمېر مالکان وايي، چې دوی نه پوهیږي، دا اورلګیدنه څرنګه پېښه شوه، خو دوی زیاتوي، چې هر دوکاندار ته له لسو لکو افغانیو نیولې بیا تر دیروشو لکو افغانیو پورې تاوان رسیدلی دی:

((عبدالهادي د پروان ولایت د غوربند ولسوالۍ اوسیدونکی یم، دا دوکانونه بیګاه وسوځيدل، خو دا پته يې نه لګیده، چې اور د کوم طرف نه راغی، چې کله موږ داغلو زموږ دې څلور واړو دوکانونو اور اخیستی وو، دا اور چې په کې بلیږي، دا ټول زموږ د لرګیو او چاتراشو ذخیره وه، د شلو لکو مې ذخیره درلوده او د پنځو لکو مې وړمه ورځ لرګی اخیستي وو، اوس هم او په کې بلیږي، هر یو دوکاندار شل لکه، دېرش لکه او لږ تر لږه لس لکه روپۍ تاواني شو او کار يې خراب شو.))

یو بل تن دوکاندار چې نن سهار وختي خپل سوځیدلي دوکان ته رسیدلی وو وايي، چې لرګي او ماشیونه يې په پور اخیستي او دوی له داسې یوې ستونزې سره مخامخ شول.

دی د حکومت نه د عاجلې مرستې غوښتنه کوي:

((زه ګلاب منګل یم، دا دوکان زما دی، هېڅ نه پوهیږو، کله چې ګهیځ راغلو وینو، چې اور په کې بلیږي، دا پته موږ ته نه لګیږي، چې اور په خپله ولګیده که چا اور پسې واچوه، دادی تاسو يې ګورئ، چې کار وبار په کې ختم دی، حکومت نه مو غوښتنه داده، چې زموږ غور وغواړي، زموږ موږ ټول غریبان او مسکینان خلک یو، لرګي د یوه او بل نه په قرض را اخیستي دی، زموږ ټوله زنده ګي خرابه شوې ده.))

ناصر خان چې د بنو اوسیدونکی دی وايي، چې یو ځل پخوا يې هم دلته دوکان او ټول کار وبار سوځیدلی وو او دا ځل بیا له داسې پيښې سره مخامخ شول.

د لرګیو په منډیی کې د نجاری د یوې بلې کارخانې مالک چې اسدالله نومیږي وايي، چې دوی څو ماشینونه، جوړې دروازې او کړکۍ او ډېر زیات چارتراش درلودل، خو تاسو يې ګورئ، چې اوس ټول وسوځيدل، نو دی غوښتنه کوي چې حکومت يې د تېر ځل په شان بیا له پامه ونه غورځوي.

خوست ښاروال کرامت خان خپلواک د اطفايي او امنیتي مسوولینو مننه وکړه، چې د اور د پراخیدو مخه يې ونیوه، ده مشال راډیو ته وویل، که د اور مخه نه وای نیول شوې، نو ښار ته به رسیدلی وای.

کرامت خان خپلواک وړاندې وویل، هیات به د دې زیانونو څېړنه او محاسبه وکړي او موږ به دا مسله مرکز ته انتقال کړو، تر څو د امکان په صورت کې زیانمنو سره څه نا څه مرسته وشي:

((په دې کې سلګونه میلیونه افغانۍ خلکو خساره ورسیده، خلک بې روزګاره شول او د خلکو سرمایې د اور خوراک شوې، موږ دې له پا نن یو هیات ټاکو تر څو ورشي او د زیانونو بررسي وکړي، تر څو زیان یې د خپلې ادارې له لارې د مرکز سره شریکه کړو، کوښښ به وکړو چې زیانمنو خلکو سره تر یوې اندازې مرسته وشي.))

د یادونې وړ ده چې یو ځل پخوا هم په دې ځای کې په ورته توګه اور لګیدلی وو، چې سلګونه ټیلر یا لوی بارداره ګاډي په کې سوځيدلي ول، کتونکي وايي، چې د لرګیو منډيي غیر فني او په نامناسب ځای کې ده، که چیرې د لرګیو منډيي د دې ځای بلې ماسبې سیمې ته ونه لیږدول شي، نو د ورته پيښو د بیا تکرار امکان په خپل ځای پاتې دی.

XS
SM
MD
LG