د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جهاني لارې ټرانسپورټ ته وده د کابل، اسلام اباد او ډیلي ګټه


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د نړیوالې ټرانسپورټي لارې «ټي ای ار» په نړيوال كنوېنشن كې د ګډونوالو منظوري وركړې ده چې له کبله به یې د پاکستان تجارت تر افغانستان او منځنۍ اسيا او اروپا ورسېږي.

د پاکستان خبري ايجنسۍ اې پي پي په وينا اسلام آباد کۍ د نهې په ماښام د تجارت وفاقي وزیر انجینئر خرم دستګیر خان ويلي دي چې وزیراعظم محمد نواز شریف د ټرانسپورټي لارې «ټي ای ار» په نړيوال كنونشن كې د ګډون كولو منظوري وركړې اود«ټي ای ار» کنونشن له مخې د ترلاسه مراعاتو له لارې به د پاكستان ټركونه افغانستان٬ منځنۍ اسيا٬ تركيې او تر اروپايي هېوادونو سفر كولی شي او دا رنګ به د پاکستان تجارت نور هم پراخ شي.

د نوموړي په خبرهحكومت د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كې د منطقې هېوادونو پشمول افريقا٬ اروپا٬ امريكا٬ مینځني ختيځ او له نورو هېوادونو سره تجارتي هلې ځلې زياتولو خواهشمند دى اواوسني حكومت د معيشت پرمختګ٬ د توانايي بحران ختمولو او تجارت زياتولو لپاره ټول ممكنه اقدامات كوي.

خرم دستګير وويل چې پاکستان له افغانستان سره د خپل تجارت زياتولو سره سره ښې اړيکې هم غواړي او هم دا وجه ده چې په دې روستيو کې پاکستان و افغانستان ته تجارتي لوظنامې «پي ټي اى» بلنه هم ورکړيده.

نوموړي زياته کړه چې «ټي ای ار» په 1975 م کال پیل شوی و خو د وزیراعظم محمد نواز شریف د خاصې دلچسپۍ له امله به په راتلونكو څو اونيو كې په دې لاسليك وشي.

په پاکستان کې د اقتصادي چارو تجزيه کاران د پاکستان پر دې ګام څۀ واييچې له دې به پاکستان او افغانستان ته څومره ګټه ترلاسه شي.

په اسلام آباد کې د اقتصادي چارو شنونکی مبارک زېب چې د دې کنوېشن منظورۍ وروستو به د افغانستان او پاکستان تجارتي اړيکې هم زياتې شي او اقتصادي هلې ځلې به پيل شي.

«دې ته د نړیوالې ټرانسپورټي لارې «ټي ای ار» کنوېنشن وايي چې موخه د کنوېنشن غړي ملکونه له یو بل سره په سړک تجارت زيات کړي او له یوه بله د اجازت اخیستو ضرورت نه وي او په اصل کې په دې کې پر سړکونو د ټرکونو او ټرالرو په مرسته روزګار کيږي او د دې په وجه به د پاکستان ټرکونه په افغانستان تېرېږي او د افغانستان حکومت به له پاکستانه څۀ ډيوټي يا ټيکس نه اخلي. دغه رنګ که د افغانستان ټرکونه تر واګا پولې ځي نو پاکستان به ترې څه ډيوټي نه اخلي، نو زه ګڼم چې له دې به د افغانستان او پاکستان ترمينځ تجارت ته ډېره ګټه ترلاسه شي او د پاکستان او افغانستان تاجران او ټرانسپورټرانو ته به ډېره فايده ورسي»

د ذکر ده د پاکستان د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير د اپريل په څوارلسمه نېټه له يو پلاوي سره کابلته سفر کړی و او له افغان ولسمشر اشرف غني او نورو لوړ پوړو سره په ملاقات کې یې د پاکستان او افغانستان ترمينځه د تجارتي اړيکو زياتولو په اړه خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG