د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا کې بلدياتي ټاکنې


د روانې مياشتې په ٣٠ نيټه به خېبر پښتونخوا کې بلدياتي انتخابات در سره کېږي چې پکې د ٤١٧٦٢ چوکو لپاره به د ٨٤٤٢٠ اميدوارانو ترمينځه مقابله کېږي.

د روانې مياشتې په ٣٠ نيټه به خېبر پښتونخوا کې بلدياتي انتخابات در سره کېږي چې پکې د ٤١٧٦٢ چوکو لپاره به د ٨٤٤٢٠ اميدوارانو ترمينځه مقابله کېږي.

د خېبرپښتونخوا د اليکشن کميشن وياند سهيل احمد مشال راډیو ته وويل چې پولنګ به د راتلونکې خالي پر سهار د 8 بجو تر ماښام 5 بجو پورې جاري وي او دې لړ کې يې په ټوله صوبه کې ١١٢١١ پولنګ اسټېشنې جوړې کړي دي چې پکې به د يو كروړ ۳۱ لاکه زيات ووټران به خپله رایې كاروي.

د نوموړي په وينا د خېبر پښتو نخوا لوکل ګورنمنټ اېكټ ۲۰۱۳ ترمخه د وېلیج او نیبرهوډ کونسل په كچھ دا ټاكنې په جماعتي بنيادونو كولې شي او اميدواران به خپل انتخابي مهم د ٢٨ او ٢٩ نيټو ترمينځشپې پای ته رسوي.

د دې بلدياتي انتخاباتو د څارنې لپاره تر دې دمه څومره ملکي او غير ملکي ادارو له اليکشن کميشن سره رابطه کړې ده؟

مشال راډیو چې کله دا پښتنه په اسلام آباد کې د اليکشن کميشن د يو چارواکي خورشيد عالم نه وکړه نو په ځواب کې نوموړې وايي، دوی صوبايي اليکشن کميشن ته دا هدايات جاري کړي دي چې که ملکي وي او يا که غير ملکي ادارې که د يوې مخصوصې ضلعې د انتخاباتو څارنه کول غواړي نو د هغه ضلعې ريټرننګ افسر به ورته کارډ جاري کوي او که يوه اداره د ټولې صوبې د انتخاباتو څارنه کول غواړي نو صوبايي اليکشن کميشن به ورته کارډونه جاري کوي او ترڅو چې غير ملکي ادارو خبره ده نو هغوي ته موږ کارډونه جاري کوو او دې لړ کې ورته د دوه ادارو (ډي آر آئي) او (آئي ايف اي ايس) نه درخواستونه ترلاسه شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د اليکشن کميشن وياند سهيل احمد وايي چې د فافن، عورت فاونډيشن او مطبوعاتي ادارو پشمول ځنې نورو ملکي غير سرکاري ادارو ورسره د کارډونو لپاره تماس نيولې دې او دوی ورته کارډونه هم جاري کړي دي.

د يادونې ده چې د دې بلدياتي انتخاباتو حتمي نتایج به د ريټرننګ افسرانو لخوا د راتلونکې مياشتې پر اوومه (٧) نيټه جاري کولې شي.

XS
SM
MD
LG