د لاسرسي ځای

په کابل کې د بریتانیا نوې سفیره وایي، نړېواله ټولنه به هغه وخت د افغانستان له انتخاباتي نظام سره مرسته وکړي، چې په دغه نظام کې اصلاحات راشي.

په کابل کې د بریتانیا نوې سفیره وایي، نړېواله ټولنه به هغه وخت د افغانستان له انتخاباتي نظام سره مرسته وکړي، چې په دغه نظام کې اصلاحات راشي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو ځنډ د ملي وحدت حکومت ته زیات انتقادونه متوجې کړي، د بریتانیا سفیره وایي، نړېواله ټولنه به د افغانستان له انتخاباتي نظام سره تر اصلاحاتو وروسته مرسته وکړي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا نوي سفیرې میرمن کرین پیرس د سې شنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل، چې دغه مرستې بندې شوي نه دي، بلکې په اصلاحاتو پورې مشروطې دي:

((د نړېوالې ټولنې مالي مرستې نه دي بندي شوي، بلکې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون په جوړیدو او د کار په پیلیدو کې یې د ځنډ له امله ځنډول شوي دي. هرکله چې دا کمیسیون په کار پيل وکړي، نو موږ به د یوه اصلاح شوي پروګرام سره مرستو ته دوام ورکړو.))

میرمن پیرس وویل،دا به ډېره سخته وي چې له اصلاحاتونه پرته په افغانستان کې ازاد او عام شموله انتخابات وشي.

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې د احتمالي ستونزو یادونه کړې ده.

د افغانستان د انتخاباتي نظام اصلاح د ولسمشر او اجرائیه رییس د سیاسي توافق یوه برخه ده.

ولسمشرغني د حمل په لومړیو کې د یوه فرمان له مخې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون غړي معرفي کړل، چې د ترکېب پر سر یې د ولسمشر او اجرائیه رییس د اختلافاتو له امله دې کمیسیون تر اوسه عملا کار ندی پیل کړی.

افغان حکومت وایي، اوس د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون پر ریاست شته اختلاف لرې شوی او ډير ژر به په کار پیل وکړي.

خو د دغه کمیسیون مرستیال صدیق الله توحیدي اندیښنه څرګندوي، چې د اوسني وضعیت په دوام سره به نه یوازې دا چې نړیواله ټولنه د افغانستان له انتخاباتو سره مرسته ونه کړي، بلکې خلک به هم رای ورکولو ته حاضر نه شي:

((د انتخاباتو په پروسې او انتخاباتي کمیسیونونو کې د اصلاحاتو پرته به نړېواله ټولنه د ولسي جرګې له راتلونکو انتخاباتو سره مرسته ونه کړي. بله دا چې د اصلاحاتو د نه راوستلو په صورت کې به څوک حاضر نه شي څو د رایو صندوقونو ته ولاړ شي.))

د قانون له مخې، د افغانستان نوی پارلمان باید د سرطان په لومړیو کې کار پيل کړي.

کارپوهان وایي، که تر هغې نیټې انتخاباتي اصلاحات رانه شي او د ولسي جرګې انتخابات ونه شي، نو د افغانستان د قانون جوړونکي د بنسټ فعالیت به غیر قانوني وي.

XS
SM
MD
LG