د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې چاودنې پنځه تنه ټپي کړي دي


نن غرمه مهال د خوست ولایت د حج او اوقافو ریاست پخوانی ودانۍ مخې ته چاودنه شوې چې په کې پنځه تنه ټپیان شوي دي.

په ټپیانو کې یو پولیس، دوه ماشومان او دوه لویان شامل دي.

د خوست د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل چې چاودیدونکي توکي د جومات د اوداسه په ځای کې ځای پر ځای شوي ول.

دا پنځه واړه کسان په همدې ځای کې ټپیان شوي دي. تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د پيښې مسوولیت نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG