د لاسرسي ځای

په کندهار کې نښتې یوه مېرمن وژلې او ۵ پولیس یې ټپي کړي


دکندهار والي ویاند صمیم خپلواک مشال راډیو ته وویل چې تیره شپه یو شمیر طالبان دکندهار ښار دعالي دارالمعلمین دلیلي ودانۍ ته ننوتلي او له هغهځایه پر پولیسو ډزي کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د برید کوونکو شمیر دوه تنه دی او د پولیسو له خوا ور سره مقاومت کیږي.

صمیم وویل چې په دغه نښته کې تر دا مهاله پنځه پولیس ټپيان شوي دي. نوموړي همدارنګه د یوې مېرمنې د وژل کیدو خبر هم تایید کړ.

خو دوسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې په دغه نښته کې ګڼ شمیر پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

XS
SM
MD
LG