د لاسرسي ځای

افغانستان: میدان ښار کې ۴ وسله وال او ۲ ملي پولیس وژل شوي


د پېښې عکس

د پېښې عکس

د میدان وردګو ولایت په محکمه د وسله والو مخالفینو له لورې ډله ییز برید د ۴ بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسیدو .

کابل: د میدان وردګو ولایت په محکمه د وسله والو مخالفینو له لورې ډله ییز برید د ۴ بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسیدو .

د میدان ورګو ولایت ویاند عطاءالله خوګیاڼي مشال راډیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دا بررید د سېشنبې په ورځ شاوخوا لس نیمې بجې وشو.

دی وايي ، یو بریدګر لومړی ځانته چاودنه ورکړه او درې نور یې د امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو کې ووژل شول.

د یاد پریدګر د چاودنې له امله دوه ملي پولیس هم شهیدان شوي دي .

په دغه پېښه کې عامو وګړو او د محکمې مسوولینو او کارکوونکو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی .

خبرپاڼه زیاتوي چې د جګړې د پېښې په سیمه کې وضعیت په بشپړ توګه تر کنټرول لاندې دی.

د میدان وردګو سرپرست والي عبدالمجید خوګیاڼي د پېښې په رامنځته کېدو خواشیني ښودلې او د امنیتي ځواکونو د بېړني غبرګون ستاینه یې کړېده.

د وسله والو طالبانو له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG