د لاسرسي ځای

تازه خبر

اخر څه روان دي؟


افغان ولسمشر اشرف غني د خپلې دندې له پیل سره له پاکستان سره د نېږدې اړیکو هوډ وښود او له وسله والو طالبانو سره د جوړجاړي په اړه یې د اسلام اباد مرسته اړینه وګڼله. تر نوموړي مخکې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له پاکستان سره ښه اړیکي نه لرل.

دا په داسې حال کې وه چې پاکستان هم اعلان وکړ چې بې له توپیره به د ټولو وسله والو ډلو پر ضد جنګېږي. خو پر دې سربېره چې د افغانستان او پاکستان تر منځ همکاري زیاته شوه، ولې د سولې بهیر نتیجې نه ورکوي؟ د دې پوښتنې ځواب لیکوال شوکت قادر په خپله لیکنه کې ورکړی چې په دي نیشنل ورځپاڼه کې خپره شوې ده..

په دي نیشنل ورځپاڼه کې لیکوال او شنونکی شوکت قادر لیکي، کله چې نوي افغان ولسمشر اشرف غني کار پیل کړ نو په ښکاره یې له پاکستان سره د نېږدې اړیکو له لارې د اسلام اباد مرسته وغوښته چې وسله وال طالبان د خبرو مېز ته حاضر کړي.

په همدې وخت کې پاکستان هم اعلان وکړ چې بې له توپیره به د ټولو وسله والو ډلو پر ضد عملیات کوي. تر غني مخکې افغان ولسمشر حامد کرزي له پاکستان سره ښه اړیکي نه لرل.

د اشرف غني له ولسمشرۍ سره د کابل او اسلام اباد تر منځ رابطې او د مشرانو سفرونه زیات شول. له طالبانو سره د جوړجاړي په لړ کې امریکا، چین او روسیې هم د ملاتړ ښکارندويي وکړه. خو تېره میاشت چې ولسمشر غني هند ته سفر وکړ نو هلته د پاکستان له همکارۍ زیات خوشاله نه ښکارېده.

شوکت قادر وايي، د پاکستان په مرسته، د غني استازي هڅه کوي چې له طالبانو سره خبرې وکړي، خو په دې لړ کې خاص پرمختګ نه لیدل کېږي. د لیکوال په اند د دې یو مهم لامل د کندوز جګړه هم ده. داسې تمه وه چې د وسله والو طالبانو پسرلنیو عملیاتو زور به د افغانستان په جنوب کې ولیدل شي، خو پر کندوز برید نه یوازې دا چې غیر متوقع وو بلکې د چین لپاره هم د اندېښنې وړ خبره ده او همدا لامل دی چې دې وسله وال برید اشرف غني هم ډېر اندېښمن کړ.

لیکوال پوښتنه کوي چې اخر څه روان دي؟

شوکت قادر وايي، د دې پرمختګونو او پر کندوز د برید لامل دا دی چې افغان طالبان وېشل شوي دي. دی وايي، د طالبانو مشر ملا محمد عمر غلزی دی او د ملا عمر مرستیال ملا برادر د درانیانو پوپلزی دی. کله چې ملا برادر له منظره ووت نو د طالبانو تر منځ وېش پیدا شو.

له دې سره ملا عمر کمزوری شو. د دې وېش لومړۍ بېلګه په ۲۰۱۱ز کال کې د سولې عالي شورا پر مشر برهان الدین رباني برید وو چې پکې نوموړی ووژل شو.

د ملا عمر د کمزورۍ بل لامل دا وو چې امریکا د جلال الدین حقاني وسله واله ډله یوازې کړه. دې ډلې د کابل په شاوخوا او نورو سیمو کې نفوذ درلود.

لیکوال شوکت قادر زیاتوي، اوس چې ولسمشر غني غواړي چې د ملا عمر او حقاني له وسله والو ډلو سره خبرې وکړي نو پاکستان د دې خبرو لپاره د اسانتیاو پیدا کولو هڅه کوي. خو اصلي ستونزه دا ده چې پاکستان او ملا عمر او حقاني د بېلو شویو وسله والو ډلو واک نه لري.

XS
SM
MD
LG