د کوټې د پولیسو په خبره ددغه ښار پر جناح سړک د سلیم مېډیکلکمپلېکس مخې ته نامالومه وسله والو پر یوه موټر ډزي کړې، چې پکې دوه تنه وژل شوي او دوې مېرمنې ژوبل شوې دي.
تر دې وړاندې د دوشنبې په غرمه بیا پر کندهاري بازار نامالومه وسله والو په ډزو یو تن وژلی. په دواړو پېښو کې مرګژوبله هزاره توکمه شییعه ګانو ته اوښتې ده.