د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې ځانمرګی بريد، ګڼ کسان ژوبل


نن غرمه «دوشنبه» په زابل کې د ولايتي شورا پر ودانۍ ځانمرګی بريد شوی دی چې له امله يې لسګونه تنه ژوبل شوي دي.

ځانمرګی بريد نن غرمه د پاو بالا يوولسو بجو په شاو خوا کې د زابل په مرکز کې د ولايتي شورا پر ودانی شوی دی چې له امله یې د لومړنيو تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، څلوېښت تنه ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي، ځانمرګی له چاودېدونکيو توکو په يوه ډک مازدا موټر کې سپور وو او د ولايتي شورا له ودانۍ سره يې ځان چوولی دی.

د زابل د امنيت امنيت غلام جيلاني فراهي وايي، د لومړنيو مالوماتو په اساس، تر اوسه پورې روغتون ته څلوېښت تنه ټپيان لېږدول شوي دي.

دی وايي، د دوی مالومات ښيي چې په دغه بريد کې زر کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي.

د ده په خبره، په بريد کې د ولايتي شورا ودانۍ ويجاړه شوې او ځېنې نورې دولتي ودانۍ يې هم ويجاړې کړې دي.

XS
SM
MD
LG