د لاسرسي ځای

ولې لومړی جګړه، بيا خبرې کوو؟


دا خپرونه د هرې يکشنې او دوشنبې په ورځو له مشال ريډيو اوريدلی شئ.

دا خپرونه د هرې يکشنې او دوشنبې په ورځو له مشال ريډيو اوريدلی شئ.

د مشال ريډيو د سولې پر لور دې خپرونه کې په دي بحث شوی چې د پښتنو په ټولنه کې تشدد ولې ډير دی، د خلکو ترمنځ د دښمنيوو وجوهات څه دي او دا څنګه حل کيدای شي؟ د دي پروګرام کوربه بشيرګواښ دی او تاسي يې د هرې يکشنبې يا اتوار او هرې دوشنبې يا ګل په ورځو له مشال ريډيو اوريدلی شئ.

د پښتنو ډېرو سيمو کې دا مهال د اشخاصو، کورنيوو، کلو او يا هم قومونو ترمنځ داسې شخړې روانې دي چې دوی په يو بل پسې ټوپک راخيستی دی. د نن ورځې د سولې پر لور خپرونه کې پر دي بحث شوی چې د خپلمنځئ شخړې څنګه له جګړې بغير، د خبرو له لارې حل کړو.

د خونړيوو شخړو لاملونه

په خپل منځيوو دښمنيوو کې ډير خلک وژل شوي، زيات زخميان شوي او ډيرو مالي زيانونه ليدلي دي. د نښتو دا لړۍ اوس هم په ډېرو سيمو کې روانه ده. ډير څيړونکي، قومي مشران او پوهاند په دي باور دي چې د تشدد د زياتېدو په وجوهاتو کې له تېرو څلويښتو کلونو څخه پښتنو سيمو کې د روانو سياسي وسله والو نښتو، د تعليم کمی، پرمختيايي کارونو نشتوالی، د پښتونولۍ د اصولو غلط کارول او بې ځايه غيرت شامل دي.

ښه خبره دا وي چې اول خبرې وشي ځکه چې که ستونزې په جنګونو خلاصيدلی نو اوس به دنيا کې امن وی.

د خيبر د جمرود سيمې يو قومي مشر، ملک اسرارالله خان مشال ريډيو ته د دوی په سيمو کې د ځايي اوسيدونکو او قومونو ترمنځ د تشدد د رامنځته کېدو او زياتېدو د سبب په اړه وايي:

((موږ ته ډېرې د جايداد لانجې راځي. يعنې ډېرې جرګې د جايدادونو په اړه وي. زياتې جرګې هغه وخت کيږي چې وار دمخه پکې شخړه او ځينې وخت پکې مرګ ژوبله هم شوي وي.د انسان فطرت داسې دی چې ډير وختونه په خپلو جذباتو کنټرول ونه شي ساتلی او د تشدد لار غوره کړي. ښه خبره دا وي چې اول خبرې وشي ځکه چې که ستونزې په جنګونو خلاصيدلی نو اوس به دنيا کې امن وی.))

د پښتنو په اکثره سيمو کې قومونه د زمکو، غرونو، ځنګلونو او نورو مالي سرچينو پر سر شخړه کوي. دوی کې ځينې ستونزې تر لسګونو کلونو وغځيږي او مرګ ژوبله هم پکې وشي خو ځينې يې بيا زر حل شي. د زر حل کېدو وجه دا وي چې خلک مخکې تر دي چې ټوپکو ته لاس کړي، واک قومي سپين ږيرو ته ورکړي او د ستونزې د حل لپاره جرګه راوغواړي. د سولې پر لور خپرونې لپارهچې کله ما د دي موضوع د څيړلو په خاطر، د باجوړ يو قومي مشر، ملک عصمت الله ته ټيليفون وکړ نو هغه په همدغسي يوه جرګه کې ناست وو. وي ويل:

جرګه په سوله ييز ډول د ستونزو د حل يوه لار ده

جرګه په سوله ييز ډول د ستونزو د حل يوه لار ده

((زه همدا اوس په يوه جرګه کې يم. دا جرګه د زمکې پر سر د شخړې د حل لپاره ده. دا د دوو قومونو ترمنځ يوه لويه کشاله ده. اميد مو دا دی چې د دواړو خواوو تر منځ داسې فيصله وکړو چې ورته د منلو وي. پدي مسله کې برمته هم شوې يعنې دواړو غاړو د يو بل خلک نيولي دي. هيله کوو چې دا لانجه نوره اوږده نه شي او د خبرو له لارې يې يو سوله ييز حل راووځي.))

د پښتنو په دود دستور او کلتور کې حجره ډير ارزښت لري. دلته د کلي مشران راغونډېږي، د خپل چاپېرچل په مسلو خبرې او تبصرې کوي او له ټنګ ټکوره هم خوند اخلي. حجره نه يوازې د مېلمه د ناستې ملاستې ځای وي بلکې قومي مشران پکې د لانجو د حل لپاره جرګې کوي. په دي وروستيوو کې د بي امنيوو، اقتصاد خرابوالي، ښاري ژوند او ځينو نور وجوهاتو له کبله د حجرو ناستې کمې شوي دي.

د سوله ييزو لارو د کشالو د حل لپاره کارکوونکې ادارې، Just Peace International بنسټ ايښودونکی مشر، علي ګوهر وايي د حجرې کلتور کمېدل د تشد زياتولو ته لار پرانيزي.

افغانستان کې له تېرو څلويښتو کلونو راهيسې په يو يا بل شکل جګړې روانې دي. د تېرو شلو کلونو راهيسې دا نښتې د ډيورنډ کرښې آغاړه پرتو سيمو ته هم غځيدلي او هلته يې پر خلکو نېغ په نېغه اغېز کړی دی. د دي جګړو له وجې د کرښې دواړو خواوو ته د خلکو روزګارونه خراب شوي، اقتصاديې کمزوری شوی او له تعليمه ليري پاتې شوي دي.

روانې اوږدې سياسي جګړې

اروا پوهه يا د نفسياتو ماهره، ډاکټر روبي شهريار چې د جګړه ځپلو ماشومانو سره يې ډېر کار کړی، وايي چې پښتنو کې د برداشت د نشتوالي او په هره مسله د ټوپک راخيستو لامل روان جنګونه او او د دي نښتو له کبله رامنځته شوې بي تعليمي ده. د نوموړې په خبره د نښتو له امله دري نسلونه له دي بنيادي او ضروري انساني حق څخه محرومه پاتې شوي دي.

جګړې له ماشومانو تعليم پاتې کوي

جګړې له ماشومانو تعليم پاتې کوي

((سبق نشته، تعليم نشته. جينکۍ په دولسو او ديارلسو کلونو کې وديږي. د هلکانو هم همدا حال دی. په پنځلسو او شپاړسو کلونو کې يې ودونه کيږي. د دوی مور پلار هم تعليم نه وي کړی. د تعليم نشتوالي مانا دا ده چې يو کس په ښو او بدو کې فرق نه شي کولی.))

که له يوې خوا ډير پښتانه بي تعليمه دي نو له بلې خوا د دوی په ځايونو کې د جګړو او بې امنيوو له وجې پرمختيايي کارونه هم ډير کم شوي دي. په داسې حال کې خپل منځئ دښمنۍ دوی نور هم شاته پاتې کوي او د پرمختګ مخه يې نيسي. پوهان وايي د شخړې د رامنځته کېدو په صورت کې صبر کول د نورې وينې توييدو مخه نيسي.

علي ګوهر وايي له همدي امله خپل مقابل کس ته بخښنه کول تر بدل اخيستو ډېره ګټه لري.

((سخت کار د ځان بدلول دي. پر بل تنقيد او نيوکې کول اسانه کار دی خو ځان کې بدلون راوستل اسانه نه وي. که موږ د خپل ضمير سره سلا وکړو نو ډېرې ستونزې به حل وي. يعنې که موږ له غلط کاره مخکې لږ په ګريوان کې سر ښکته کړو نو بيا به بدي نه کوو. بله لويه خبره دا ده چې که ستا يو څوک چا وژلی وي نو آيا ته يې بدل اخلي او که قاتل ته يې بخښنه کوي؟ زما په فکر معافي کول او دښمن بخښلو کې ډير سکون دی. ډيره ګټه ده.))

پښتونولي او ننواتې

په لر او بر پښتنو کې لويې لويې شخړې د پښتونولۍ د اصولو ترمخه د ننواتو په کولو حل کيږي. که څه هم د پښتنو په مختلفو سيمو کې ننواتي په مختلف شکل کيږي خو په عمومي ډول ويلی شو چې کله يو چا يو بل کس وژلی وي يا يې ورته نور څه نقصان رسولی وي نو د قومي مشرانو په ملتيا د قربانۍ د يو څاروي سره ورشي او بخښنه تري وغواړي. په پښتنو کې دا ښه نه ګڼل کيږي چې کوربه دي ننواتې رد کړي نو ځکه ستونزه بغير له نښتې کولو په سوله ييز ډول حل شي.

د پښتنو په اکثره سيمو کې د يوې مسلې پر سر نښته او جګړه اول وشي او خبره وروسته.

د باجوړ يو قومي مشر، ملک عصمت الله د مشال ريډيو د سولې پر لور خپرونې ته په دي اړه د يو تازه مثال يادونه کوي.

((هغه بله ورځ دلته يو ماشوم وژل شوی وو. هغه کورنۍ چې قتل تري شوی وو، د بخښنې غوښتو لپاره دي بل کور ته د تګ اراده وکړه. موږ پکې جرګه شو. هغه کور ته ورغلو. ننواتې مو وروړه. دوی رد نه کړو او په دي ډول دا لويه مسله په ارامۍ خلاصه شوه.))

آيا وينه په وينه مينځل کيدای شي؟

د پښتنو په اکثره سيمو کې د يوې مسلې پر سر نښته او جګړه اول وشي او خبره وروسته. د عدم تشدد د فلسفې پلويان، د شخړو د حل څيړونکي او قومي مشران وايي اول بايد خبرې وشي ځکه چې وينه په وينه نه مينځل کيږي.

که په خپل چاپېر چل کې وګورو نو د خپل منځيوو شخړو له کبله ډيرو خلکو ځاني او مالي ځانونه ليدلي او چې کله له ډېرو کلونو جګړې کولو وروسته ستړي شوي دي، نو د خبرو لار يې نيولي ده. خلاصه دا چې شخړې که له هرې وجې راپيداشي او د ستونزې سبب که هر څه وي خو پوهان، قومي مشران، او څيړونکي په دي يوه خوله دي چې لومړی خبرې پکار دي.

دا خپرونه په غږ کې دلته اوريدل شئ.

د سولې پر لور (دوهمه برخه)

د سولې پر لور (لومړۍ برخه)

XS
SM
MD
LG