د لاسرسي ځای

تازه خبر

دته خېل : بمي برید کې د پوځ شپږ سرتیري مړه او ژوبل


یو پاکستاني سرتیری په میران شا بازار کې
یو پاکستاني سرتیری په میران شا بازار کې

په شمالي وزیرستان کې د سرک غاړې په بمي چاودنه کې د پوځ څلور سرتیري وژل شوي دي. د سیمې چارواکي وايي چاودنه د خالي په ورځ په دته خېل سیمه کې د پوځ د یو موټر په لاره کې وشوه او دوه نور امنیتي سرتیري پکې ژوبل هم شول.

یاده سیمه د افغانستان پولې ته نږدې موقعیت لري او داډول بریدونه پکې مخکې هم ترسره شوي دي.

دا په تیرو څو ورځو کې دوهم برید دی چې د پاکستان پر پوځ ترسره کیږي، تر دې وړاندې د جمعې په ورځ هم پر پاکستانۍ امنیتي پوسته وسله والو برید کړی و چې پکې یو حکومتي سرتیری وژل شوی او یو بل بیا ژوبل شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې له تیر یو کال راهیسې د پاکستان پوځ د ضرب عضب په نامه عملیات پرمخ وړي او دا ادعا هم کوي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د شمالي وزیرستان نږدې ټولې برخې د وسله والو څخه پاکې شوې دي.

له وزیرستانه بې کوره شوي ماشومان
له وزیرستانه بې کوره شوي ماشومان

د شمالي وزیرستان عملیاتو لکونه قبابل بنو ، کوهاټ ، پېښور او نورو سیمو ته په کډه کولو مجبوره کړي وو. دغه کډوال له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی خپلو مېنو ته د ستنولو غم دې وخوري.

XS
SM
MD
LG