د لاسرسي ځای

د ورزګان د چهارچینو ولسوال نن (شنبه) سهار په یوه ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د روزګان ولایت ویاند دوست محمد نایاب مشال راډیو ته وویل چې د چهارچینو ولسوال محمد اسمعیل حقیار نن (شنبه) سهار شاوخوا اته بجې د شاه مشهد په سیمه کې دفتر تهپرلار و چې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د نایاب په خبره له حقیار سره د هغه یو ملګری په دې پېښه کې ټپي شوی دی.

د ورزګان ولایت ویاند وايي چې حقیار له دوو کلونو راهیسې ولسوال و او د وسله والو مخالفینو پر ضد یې په ډېرو جګړو کې برخه هم اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG