د لاسرسي ځای

په عربستان کې د شییعه مسلمانانو په جومات کې چاودنې ۲۱ کسان وژلي


په سعودي عرب کې د شیعه مسلمانانو په یوه جومات کې چاودنې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژلي او لسګونه نور یې ژوبل کړي دي.

دغه چاودنه د جمعې پر ورځپه قطیف صوبه کې د امام علي په جومات کې شوې ده .

داعش وسله والې ډلي د دغه برید پړه منلې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکه غندلی او له سعودي عرب څخه یې غوښتي چې ددې پیښي زمه وار کسانو ته سزا ورکړي .

تر دې وړاندي په نومبر میاشت کې یو شمیر شیيعه زیارت کوونکي د سعودي عرب په ختیځ کې د یوه برید ښکار شوي وو چې په نتیجه کې یې اته کسان وژل شوي وو .

د اسلامي دولت وسله واله ډله د سعودي عرب په مشرۍ ایتلاف لخوا په شام او عراق کې تر هوایي بریدونو لاندې ده.

XS
SM
MD
LG