د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرخندې د وژنې دوسیه څارنوالۍ ته سپارل کېږي


د کابل د ابتداییه محکمې رییس صفي الله مجددي مشال راډیو ته وویل چې د فرخندې د قتل دوسیه نن (شنبه) څارنوالي ته سپارل کېږي.

نوموړی وایي، د دوی له لوری د دې دوسیې قضایي او اداري پړاوونه بشپړ شوي دي.

د فرخندې د قتل په تور تر اوسه ابتدایي محکمې څلور تنه په اعدام او اته تنه په شپاړس کاله بند محکوم کړي دی.

د وظیفوي غفلت په تور یوولس پولیسو ته د یوه کال بند حکم اورول شوی دی.

اوه ویشت کلنه فرخنده د قرانکریم د سوځولو په تور د مارچ پر نولسمه په کابل کې یوې ډلې په وهلو وهلو ووژله او بیا وروسته محکمې ثابته کړه چې دې قرانکریم نه و سوځولی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG