په خېبر پښتونخوا کې په شییعه ګانو شوو ډزو او يو جومات کې چاودنې دوه کسان وژلي او اووه يې ژوبل کړي دي.
د مشال راډيو خبريال وايي چې د جمعې پر ورځ د پيښور حيات اباد په فيزون کې له شيعه مسلک سره اړه لرونکی يو ډاکټر ولې احمد خان له دوو ځامنو او يو ساتونکي سره د جمعې له لمانځه کور ته روان وو چې ناڅرګنده وسله والو پرې ډزې وکړې چې په کې ډاکټر او د هغه يو زوی ووژل شو او يو زوی او ساتونکی يې ژوبل شو.
بلخوا پوليسو مشال راډيو ته ويلي چې بېګا ماسخوتن د شبقدر په کوڼه کالونۍ کې یو ځانمرګي بريدګر په يوه جومات کې ځان الوځولی او پنځه کسان يې ژوبل کړي دي.
د دغې دواړو پېښو ذمه واري چا پرغاړه نه ده اخستې.