د خېبر پښتونخوا پینځه لویو ګوندونو پرېکړه کړې چې په انتخاباتو کې به د ښځو ګډون ملاتړ کوي.
په دې لړ کې تېره ورځ په بر دیر کې د یوې ناحکومتي ادارې فریدریک ناومن فاونډېشن په مرسته یوه غونډه وشوه چې پکې د عوامي نیشنل ګوند، جماعت اسلامي، جمیعت علمای اسلام (ف)، پیپلز ګوند او تحریک انصاف ځايي مشرانو پر توافقنامې لاسلیک وکړ.
دوی ژمنه وکړه چې ښځې به هڅوي چې د روانې یانې مې میاشت پر ۳۰مه په بلدیاتي انتخاباتو کې خپلې رایې یا ووټونه وکاروي.
دا پرېکړه پر داسې مهال شوې چې د روانې میاشتې په پیل کې د کوز دیر د صوبايي اسمبلۍ پر ۹۵مې حلقې په ضمني انتخاباتو کې ښځو ته د ووټ ورکولو اجازه نه وه ورکړل شوې او دې کار د ځېنو سیاسي ګوندونو غبرګونونه پارولي ول.