د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسکو او بغداد پوځي همکاري زیاتوي


دا خبره نوموړي تېره ورځ په مسکو کې له عراقي وزیراعظم حیدر العبادي سره د لیدو پر مهال وکړه. پوتین په خپلو خبرو کې عراق په سیمه کې د روسیې ((پخوانی او باوري ملګری وباله.)) د دواړو مشرانو تر خبرو پیلېدو مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف وویل، مسکو چمتو دی چې د اسلامي دولت ډلې وسله والو پر ضد په جګړه کې د مرستې لپاره عراق ته وسلې ورکړي.

ده وویل، له عراق سره ((بې له کوم شرطه)) پوځي همکاري کوي. عبادي له خپل سیال دمیتري مېدوېدېف سره هم ولیدل.

د نوموړي د سفر موخه د اسلامي دولت ډلې پر ضد د همکاریو پراخول دي. دې ډلې په دې وروستیو کې په عراق او شام کې نوره خاوره هم ونیوله. روسیې تېر کال عراقي پوځ ته جنګي هیلي کاپټرې ورکړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG