د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د اسلامي دولت ډلې پر ضد مو جګړه نه ده بایللې"


امریکايي ولسمشر باراک اوباما منلې چې د عراق رمادي ښار د اسلامي دولت وسله والو لاس ته غورځېدل یو تاکتیکي شاتګ دی خو وايي، دی فکر نه کوي چې د وسله والو پر ضد جګړه بایلي.

له اټلانټیک ورځپاڼې سره په پرونۍ مرکه کې اوباما وویل، ((په دې کې هېڅ شک نشته چې دوی باید په سني مېشته سیمو کې یوازې روزنه نه بلکې ژمنې هم زیاتې کړي او دا چې دا به بهتره وي چې سني قبیلې د اوس پرتله زیاتې فعاله کړي.))

د اوباما دا څرګندونې پر داسې مهال خپرې شوې دي چې د اسلامي دولت وسله والو تېره اوونۍ رمادي ښار ونیوه او د چارشنبې پر ورځ یې د شام لرغوني ښار پالمېرا واک تر لاسه کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG