د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستانيو ځواکونو ولسي وګړي وژلي"


په کوټه کې د بلوڅانو بشري حقونو سازمان پر پاکستانیو ځواکونو تور پورې کړی چې په تېرو درو ورځو کې یې په بېلا بېلو سیمو کې تر ۲۰ زیات ولسي وګړي وژلي دي.

تېر مازیګر ګڼو بلوڅانو د کوټې خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره وکړه او له ملګرو ملتونو یې غوښتنه وکړه چې د بلوڅانو د وژنو مخنیوی دې وکړي.

د حکومتي نیشنل ګوند یوه مشر سېنېټر حاصل بزنجو له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال دا تورونه سم وبلل چې په بلوچستان کې د بشري حقونو سرغړونې شوې دي:

((که تاسې دا ووایاست چې په رسمي ډول [پوځي] عملیات پیل شوي نو داسې نه ده. خو یوه خبره زه په سپینه کول غواړم چې له تېرو څو ورځو راهیسې د بشري حقونو سرغړونې روانې دي. هغه کسان چې هېڅ ګناه یې نه وې کړي او په نښه کېږي، د زغملو وړ نه ده.))

خو د پاکستان ملېشه ځواکونه دا تورونه ردوي او وايي، عملیات یې یوازې او یوازې د دوی په وینا، د ترهګرو پر ضد دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG