د لاسرسي ځای

د افغانستان په بغلان ولایت کې ۲۰ وسله وال وژل شوي


د بغلان پولیس په دغه ولایت کې د شل مخالفه وسله والو د وژلو او د یوویشت د ټپي کېدو ادعا کوي.

د بغلان د امنیه قومانداني امنیت امرعبدالرشید بشیر ازادي راډیو ته وویل، د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د درې ورځنیوعملیاتوپه ترڅ کې شپږویشت کلي له مخالفانو پاک شوي دي:

((د شاهي خیل، شفیع خیل، ذکرخیل او احمدي خېل سیمې یو مخ پاکې شوې دي.

هغوی ته ډیر تلفات اوښتي دي او د هغوی ټپیان هم زیات دي.

د لرخاو په سیمه کې زموږ تصفیوي عملیات پیل شوي او په دښمن کې د مقاومت توان نورنه لیدل کېږي.))

د امنیت امر زیاته کړه، چې ډيرژربه مرکزي بغلان له یاغیانو تصفیه شي. طالبانو دا خبره رد کړې ده چې دوی ته تلفات اوښتي.

ویل کېږي چې د وروستۍ یوې میاشتې په ترڅ کې د جګړو له امله په زرګونو کورنۍ په بغلان کې د خپلو کورونو پریښودو ته اړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG