د ایران مذهبي مشر ژمنه وکړه چې ټول هغه افغانان چې قانوني سندونه هم نه لري کولای شي چې په ایران کې ښوونځیو ته ولاړ شي.
د ایران تسنیم خبري اژانس وایي چې ایت الله علي خامنه اي ویلي دي چې هېڅ افغان باید په ایران کې له سکوله بې برخې نه شي.
د ایران جمهوري ریاست ویاند محمد باقر نوبخت وایي چې دا د مذهبي مشر غوښتنه ده او اوس د حکومت ذمه واري دهچې دا عملي کړي.
اټکل کېږي چې درې میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي. د دوی په ډله کې نژدې درې نیم لکه قانوني اسناد لري چې سکولونو ته د تګ اجازه لري.
په تېرو کلونو کې په لسګونو زره افغان ماشومان چې قانوني سندونه یې نه لرل په ایران کې له زده کړو بې برخې شوې دي.