د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل او مسکو د ترهګرۍ او نشیي توکیو ضد ژمنه


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې او له نشه یي توکو او ترهګرۍ سره یې پر مبارزې ټینګار وکړ.

د جمهوري ریاست د خبرپاڼې له مخې د چارشنبې پر ورځ ولسمشر غني له ضمیر کابلوف سره په ارګ کې وکتل.

د دې لیدنې کتنې پر مهال افغان ولسمشر ټینګار وکړ چې کابل او ماسکو باید په ګډه له ترهګريسره په مبارزې کې او د نشه یي موادو د مخنوي په برخه کې هڅې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG