د لاسرسي ځای

د پښتنو په سيمو کې له کلونو راهيسې د تشدد روانو پېښو کې زياتوالی راغلی دی. تشدد په ټولنه کې په انفرادي ډول هم ډير شوی او وسله وال جنګونه هم پراخ شوي دي. آيا په داسې وخت کې د برداشت زياتولو او عدم تشدد رواجولو هڅې ځای نيولی شي؟

د سولې پر لور تېره خپرونه کې مو واوريدل چې تشدد هغه مهال رامنځته کيږي چې د دوو خواوو ترمنځ خبرې د شخړې حد ته ورسيږي. يعني چې وړې يا غټې مسلې د مذاکراتو د لارې حل نه شي نو خلک پر بلې ډلې يا کس د خپلې خبرې د منلو لپاره تشدد کاروي.

په تيرو لسو کلونو کې لږ تر لږه پنځه ديرش شخړې د خبرو له لارې حل شوي دي.

د مختلفو مطبوعاتو د رپورټونو تر مخه په تېرو لسو کلونو کې لږ تر لږه پنځه ديرش شخړې د خبرو د لارې حل شوي او يا هم د حل کېدو په وروستيوو مرحلو کې دي. دا تر ډېره لويې سياسي مسلې دي. د ملګرو ملتونو د ۲۰۰۵ کال په يو رپورټ کې راغلي چې د نړۍ په بيلابېلو برخو کې يې ۱۷۲ سيمه ييزې وړې او غټې شخړې د مذاکراتو د لارې حل کړي دي.

د عدم تشدد مبارزې د اصولو کارولو سره په تېرو څلورو کلونو کې په مصر، تيونس او ليبيا کې خلکو د مظاهرو له لارې حکومتونه ختم او د دوی په خبره له کلونو راهيسې پر اقتدار قابض حکمرانان ليري کړل. په همدي حال کې په عراق، يمن، سوريه يا شام، اوکراين او ځينو نورو سيمو کې د تشدد د اصولو د کارولو لړ کې د وسلې په زور د حکومتونو د چپه کولو کوششونه شوي چې له وجې يې په زرګونو خلک وژل شوي او په زرګونو نور بې کوره شوي دي.

جرګې د شخړو د حل سوله ييزه لار ده

جرګې د شخړو د حل سوله ييزه لار ده

د امريکا د کيليفورنيا په برکلی پوهنتون کې استاد او همدغلته د عدم تشدد په اړه څيړنې کوونکي مرکز (Metta Center for Nonviolence) بنسټ ايښودونکی، ډاکټر مايکل نيګلر په خبره، روانو حالاتو ته په کتو سره دا په یقيني توګه ويلی شي چې عدم تشدد مبارزه له تشدد کارولو ډېر اغېز لري.

((ته خلکو ته د عدم تشدد په مبارزه کې ورښايي چې دا کار ډير جرات غواړي، دا لار ډيره پتمنه او باعزته ده او په دي لړ کې ته خپل انساني اقدار نه بايلي. موږ ډير داسې شواهد لرو چې نن سبا د رژيمونو بدلولو لپاره د عدم تشدد مبارزه له تشدده ډکې مبارزې څخه ډيره کاميابه ده. دوه امريکايي څيړونکو ايريکا چينو ويت او مريه سټيفن د ?Why Civil Resistance Works يا ولسي مقاومت ولې بريالی وي؟ په نامه کتاب ليکلی. دا ډېره معتبره څيړنه ده او ښئ چې د عدم تشدد مبارزه د تشدد له مبارزې دوه هومره بريالۍ ده. تاريخي پېښو ته په کتو سره د عدم تشدد د انقلابي هڅو د کاميابۍ فیصدي ۵۶ ده او د تشدد د لارې خپل مقصد ته په کاميابه توګه رسيدو فیصدي ۲۳ ده. له بلې خوا که ته د عدم تشدد له لارې د يو رژيم چپه کول غواړي او ناکامه شي نو بيا هم ستا هڅې نورو جمهوري يا ديموکراتيکو اصلاحلاتو ته لار پرانيزي.))

د نړۍ په بیلابيلو برخو کې دا مهال ۶۱ نښتې يا جګړې روانې دي چې هر کال پکې ګڼ خلک وژل کيږي. د دي جګړو د لاسه په لکونو خلک بې کوره شوي هم دي

که له يوې خوا په دي وروستيوو کې د نړۍ په ځينو برخو کې د عدم تشدد د اصولو ترمخه د مظاهرو، ناستو، د نه خوړو هړتال، د اولسي نافرمانۍ او ځينو نورو لارو ډلې خپلو هدفونو ته رسيدلي او آن حکومتونه يې چپه کړي، ځيني داسې مثالونه هم شته چې د دغسي فکر لرونکي خلک نه دي بريالي شوي.

افغانستان کې له ۱۹۸۰ کلونو راهيسې په يو بل شکل کې په مختلفو نومونو جګړې روانې دي چې په لکونو خلک پکې وژل شوي او زخميان شوي دي. ډيرو پکې د بدن غړي د لاسه ورکړي او ډيرو ته يې اقتصادي تاوانونه اړولي دي. د پاکستان په مختلفو ځايونو او په ځانګړي ډول د پښتنو په سيمو کې هم له ۲۰۰۰ کال راهیسې بي امني شروع دي او ګڼې وسله والې ډلې وخت په وخت په خپلو بريدونو کې د حکومتي چارواکو تر څنګ اولسي وګړو ته هم زيان رسوي.

انتخابات خپل مقصد ته د سوييزې لارې د رسيدو يوه بله لار ده

انتخابات خپل مقصد ته د سوييزې لارې د رسيدو يوه بله لار ده

افغانستان او پاکستان دواړو کې د وسله والو سره د خبرو کوششونه هم شوي خو تر اوسه يې کومه نتيجه نه ده درلودلي.

د سولې او عدم تشدد لړ کې د پښتنو په بېلابېلو کلو بانډو کې د کارکونکې ادارې (Just Peace Initiatives) بنسټ ايښودونکی مشر، علي ګوهر مشال ريډيو ته وويل چې که جګړه هر څومره اوږده شي، په خبرو به خلاصيږي. د نوموړي په خبره د عدم تشدد لار کيدای شي اوږده وي خو بدرنګه نه ده.

د عدم تشدد مبارزه د تشدد له مبارزې دوه هومره بريالۍ ده.

((موږ هميشه لنډه لار ګورو نو ځکه خو مو ځيني مقصدونه حاصل شي او ډېر پاتې شي. ته د ټوپک په زور د خلکو زړونو کې وېره اچولی شي خو هغه د لږ وخت لپاره وي. که د تشدد په استعمالولو کې کاميابي وای نو روس هم ډير کلونه افغانستان کې تېر کړل، هغه وخت، تر هغه وروسته او تر اوسه پورې هلته جګړې روانې دي خو هيڅوک پکي بريالی شوي نه دي. سمه ده چې ته به بل وټکوي، وبه يې وهي، وبه يې ځپي خو ګټه نه لري. د کلي مثال که راواخلو نو سمه ده، ته به ما په زور دي ته تيار کړي چې زه تاته خان ووايم، ملک درته ووايم او په ظاهره به دي ډير احترام وکړم خو په زړه کې به مې دومره مينه درسره نه وي. بلخوا په مينه ځناور هم پوهيږي.))

د پښتنو په سيمو کې له روانې ترهګرۍ او وسله والې جګړې سربېره په کلو بانډو کې هم خلک د يو بل سره د زمکو او ځينو نورو مسايلو پر سر جګړې کوي. که څه هم دا لانجې په لومړي سر کې وړې وړې وي خو که په وخت د خبرو له لارې حل نه شي، پر وسله والو نښتو اوړي او په آخره کې مرګ ژوبلې ته لار جوړوي خو ډير خلک د خپل منځيوو دښمنيوو پړه هم پر روانې ترهګريزې جګړې اچوي ځکه چې د دوی په خبره د خلکو په وړاندې يې د تعليم مخه ډب کړي ده.

شمېرې ښئ چې د جګړو په کولو ډېرو کمو خلکو بری موندلی

شمېرې ښئ چې د جګړو په کولو ډېرو کمو خلکو بری موندلی

د سويډن د اپساله پوهنتون د سولې او شخړو په اړه د څيړنو څانګې د شمېرو ساتلو يوه داسې ويب پاڼه جوړه کړي چې له ۱۹۸۹ کال څخه تر اوسه پورې د روانو کشالو شمېره او معلومات لري. د دوی په وينا په نړۍ کې اوس هم ۶۱ نښتې يا جګړې روانې دي چې هر کال پکې ګڼ خلک وژل کيږي. د دي جګړو د لاسه په لکونو خلک بې کوره شوي هم دي.

نو آيا په داسې حالاتو کې د عدم تشدد مبارزه بريالۍ کيدای شي؟ آيا خلک کولی شي وسله کيږدي او پر ځای یې د سوله ييزو لارو مسايلو ته لاره هواره کړي؟

د عدم تشدد د مبارزې سر لاری، پښتون سياستوال او ټولنيز شخصيب، عبدالغفار خان چې په باچاخان شهرت لري د خپل عدم تشدد او خدايي خدمتګار تحريک له لارې د انګريزانو پر ضد کاميابه مبارزه کړي. پر نوموړي د بې وسلې پښتون په نامه کتاب ليکونکې، موکوليکا بينرجي وايي:

نن سبا نه يوازې ډير خلک غواړي چې د عدم تشدد په اړه لا نوره پوهه حاصله کړي بلکې پر هغو لارو چارو هم خبريدل غواړي چې څرنګه د عدم تشدد مبارزه دومره بريالۍ کيدلی شي؟

((زما په فکر عدم تشدد هر وخت اغېزمن کيدلی شي خو مظاهرې او د دې لارې نورې طريقې بايد نېغ په نېغه د دښمن په خلاف وکارول شي. يوه مسله دا ده چې عدم تشدد هغه وخت کار کوي چې ستا مقابل لوری يو څه شرم ولري. مثلا که ماشومان او ښځې وژل کيږي نو دښمن دي بايد شرمنده شي. که داسې نه کيږي نو هغه لارې بايد ولټوي چې دوی مجبوره کړي او شرمنده يې کړي. داسې طريقې بايد پيدا کړي چې دښمن دي پري خفه کيږي. زه به يو مثال درکړم. د باچا خان خدمتګار تحريک د کاميابۍ يوه وجه دا وه چې کله دوهمه نړيواله جګړه روانه وه، پر هندوستان برطانيه حکومت کاوه. انګريزانو د دې جنګ لپاره پښتانه جنګيالي غوښتل. ضرورت يې وو. خو باچا خان خپلو خلکو ته وويل دوی تمه لري چې د بهادرو خلکو په توګه بايد پښتانه د دوی لپاره وجنګيږي خو موږ به دا کار نه کوو. دا يوه ډيره سخته فیصله وه ځکه چې پوځ خلکو ته ښې ډېرې پيسې ورکولي او نورې اسانتياوې يې ورته برابرولي. اوس هم همداسې ده. د ټوپک راخيستونکي خلک په خپل اقتصادي او ټولنيز حالت سوچ کوي. هغه د يوې سختې فیصلې د کولو تر مرحلې تيريږي. نو سړی په انفرادي کچه د عدم تشدد يا تشدد د لارې د انتخابولو يوه سخته فیصله کوي.))

سربيا کې د عدم تشدد په اړه د څيړنو مرکز (Center for Applied Action & Nonviolence Strategies) يا (CANVAS) مشر سرجه پاپوويچ وايي چې د عدم تشدد لاره خپلول او له دي لارې خپل مقصد ته ځان رسول حوصله غواړي خو ګټه يې پايداره او تلپاتې وي.

((نن سبا نه يوازې ډير خلک غواړي چې د عدم تشدد په اړه لا نوره پوهه حاصله کړي بلکې پر هغو لارو چارو هم خبريدل غواړي چې څرنګه د عدم تشدد مبارزه دومره بريالۍ کيدلی شي؟ دا څه نوې خبره نه ده. مثلا په هند کې مهاتماګاندهي، امريکا کې مارټن لودرکينګ د اولسونو د برابرۍ، په جنوبي افريقه کې د تور پوستو پر ضد د توپيري چلند د ختمولو او همداراز په شرقي اروپا کې ورته د عدم تشدد مبارزې ډېرې کاميابه وي. کله چې دي هر څه ته وګوري نو وبه ويني چې وسله والو هڅې هغومره بريالۍ نه وي لکه څومره چې بغير له ټوپکه شوي انقلابونه کامياب وو.))

د انګريزانو خلاف د عدم تشدد د کاميابې مبارزې دوه ملګري، ګاندي او باچا خان

د انګريزانو خلاف د عدم تشدد د کاميابې مبارزې دوه ملګري، ګاندي او باچا خان

نوموړی د عدم تشدد د زور او اهميت په اړه وايي.

((زه په ۱۹۹۰ مو کلونو کې سربيا کې د زده کوونکو د تحريک مشر وم. هغه مهال موږ د يوګوسلاويا او سربيا د آمر يا ديکتاتور، سلوبودان ميلوسوويچ خلاف د عدم تشدد کاميابه مبارزه وکړه او په مرسته يې هغه موږ ليري کړ. نو مطلب مې دا ده چې د عدم تشدد مبارزه ورځ تر بلې مشهوريږي. خلک يې د خپلو هدفونو لپاره استعمالوي. په تيونس، مصر او نوروعرب هيوادونو کې د عرب پسرلي په نامه همدغسي مبارزه وشوه. په سپين او يونان کې هم همداسې مظاهرې او ناستې وشوي. په يوکراين کې هم په لومړي سر کې دغسي مبارزه روانه وه. نو د عدم تشدد مبارزه دنيا خوځوي. خلک پوښتنه کوي چې دا بدلونه څه دی؟ د برياليتوب راز يې څه دی او ولې د يو څو کسانو مظاهرې او ناستې دومره ډېر اغېز لري؟.))

دا خپرونه دلته اوريدلی شئ.


د سولې پر لور خپرونې لومړۍ برخه دلته اوريدلی شئ.


تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG