د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ای اېس ای سره پر تفاهملیک د حامد کرزي خپګان


خو ارګ بیا له ای اس ای سره شوی تفاهملیک د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې لپاره ګټور ګڼي، او زیاتوي چې پدغه تفاهملیک کې د ملي امنیت د کارکوونکو روزنه اصلا نده مطرح شوې.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپل هېواد له مشرتابه غوښتي، چې د پاکستان له استخباراتي شبکې ای اېس ای سره دې د افغانستان د ملي امنیت لاسلیک شوی تفاهملیک له منځه یوسي.

همداشان پخواني ولسمشر له افغان ولسمشر غني دا ډول غوښتي، چې په اینده کې دې د هر هغه سند له لاسلیک کولو ډډه وکړي، چې د افغانستان ملي ګټو په خلاف وي.

د حامد کرزي پر فېسبوک پاڼه نوموړي له ای اېس ای سره پر شوي تفاهملیک خپګان ښودلی دی.

خو ارګ بیا له ای اس ای سره شوی تفاهملیک د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې لپاره ګټور ګڼي، او زیاتوي چې پدغه تفاهملیک کې د ملي امنیت د کارکوونکو روزنه اصلا نده مطرح شوې.

د ملي امنیت د پخواني رئیسانو امرالله صالح او اسدالله خالد غبرګونونه هم ښودل شوي، دوی دواړو ویلي، چې په خپل وخت کې یې له ای اس ای سره تفاهملیکونه نه دي لاسلیک کړي، خو د ملي امنیت ویاند عبدالحسیب صدیقي خبریالانو ته ویلي وو، چې دا تفاهملیکونه په دوه زره او شپږم او او دوه زره او نهم کې هم لاسلیک شوي ول.

د امرالله صالح غبرګون
د امرالله صالح غبرګون

اسد الله خالد له طلوع ټیلیویژن سره په مرکه کې ویلي چې له ای اېس ای سره شوی تړون افغانستان ته هېڅ ګټه نه رسوي.

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف هم دا تفاهم لیک ښه ندی بللی.

د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد هم له ای اېس ای سره د دغه تفاهم لیک د ژر باطله کېدو ویلي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په څېر یې ویلي، چې له هر ډول هغو سندونو نه دې ډډه وشي، چې د افغانستان د ملي ګټو په خلاف وي.

افغان پارلمان هم نن پرېکړه کړې ده، چې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل راتلوونکې یکشنبه ددغه تفاهملیک په سر توضحیاتو ته ور وغواړي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار وايي؛ له امریکا سره د امنیتي سند په اړه که ولسي جرګه اندیښنې لري؛ دوی یې مهمې بولي او حکومت یې په اړه معلومات ورکوي.

محمدحنیف اتمر چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په ګډه؛ د ولسي جرګې استازیو ته په یوه سري غونډه کې خبرې کولې؛ وویل چې د خلکو استازي د دغه سند د اهمیت په اړه پوه دي:

"هغه پوښتنې او انديښنې چې دوی مطرح کوي؛ هغه باید په هیڅ وجه اختلافي ونه ګڼو. بلکې ضروري یې وګڼو چې معلومات باید د حکومت له خوا راشي او دوی یې په هغه هکله تصمیم ونیسي.

آیا د افغانستان د آیندې په هکله زموږ شورا د دې موافقتنامې اهمیت په صحیح ډول تایید کړی دی. نن له عمومي خبرو داسې معلومیږي چې زموږه محترمه شورا لکه چې پخوا یې د ستراتیژیکو اړیکو موافقتنامه تایید کړې وه؛ د دې تړون د اهمیت په اړه پوره پوهه لري."

له ای ایس ای سره دا تفاهملیک د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف له سفر مخکې د دغه استخباراتي سازمان له مشر سره د افغانستان د ملي امنیت ریاست مرستیال لاسلیک کړی وو.

یادګېرنه: دا مالومات د اشنا، ازادۍ راډیو له ووبپاڼو او د ولسشمر حامد کرزي او امر الله صالح له فېسبوک پاڼو اخیستل شوي

XS
SM
MD
LG