د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې پر لور لومړۍ برخه: تشدد او عدم تشدد څه شی دی؟


خلک څنګه کولی شي ځان او نور له تشده يا د ياد حديث په وينا له ظلم څخه وساتي؟ د څيړونکو په خبره په خلکو کې چې کله د خپل چاپېريال او په هغه کې موجودو شيانو سره مينه موجوده وي نو تشدد ته يې زړه نه کيږي.

په جنوبي اسيا کې د ترهګرۍ پېښو کې د جګړو دلاسه د وژل شوو او زخميانو شوو شمېرې ساتونکی ويب سايټ (South Asia Terrorism Portal) ليکي چې پاکستان کې له ۲۰۰۴ کال څخه د ۲۰۱۵ کال د اپريل تر مياشت پورې په روانو شخړو کې د پنځوس زرو په خوا او شا کې خلک وژل شوي چې د دي قربانيانو ډيری شمېر د پښتنو سيمو دی.

د شمېرو ساتلو يوه بله ویب پاڼه (FindTheData.com) ليکي چې افغانستان کې تېرو ديارلسو کلونو کې د روانې کشالې په ترڅ کې خوا او شا يو شپېته زره خلکو ژوند دلاسه ورکړی دی. د ملګرو ملتونو په خبره يوازې تېر کال له لسو زرو زيات افغانان په راونه جګړه کې وژل شوي دي. پاکستان او افغانستان کې د تشدد روانې لړۍ په زرګونو خلک معذوره او معيوبه کړي هم دي.

د جرګې او خبرو له لارې د شخړو حل
د جرګې او خبرو له لارې د شخړو حل

​((تشدد د زيان رسولو نيت ته وايي. يعنې که يو څوک، چاته خوله وراچوي يا لاس ور اچوي يا يوازې د زیان رسول نيت لري نو دا له رښتياوو يا صداقت څخه سرغړونه ده. دي ته تشدد ويل کيږي.))پوهان وايي تشدد يوازې د وسلې استعمال نه دی بلکې په تعريف کې يې ډير څه نغښتي وي. د امريکا د کيليفورنيا په برکلی پوهنتون کې استاد او همدغلته د عدم تشدد په اړه څيړنې کوونکي مرکز (Metta Center for Nonviolence) بنسټ ايښودونکی، ډاکټر مايکل نيګلر د تشدد تعريف داسې کوي.

دا خو شو د تشدد تعريف. د تشدد متضاد يعني عدم تشدد څه شی دی؟ آيا دا ډير سخت کار دی چې يو څوک دي ځان د تشدد د لارو له استعمالو وساتي او پر ځای دې په سوله ييز ډول خپل مسله حل کړي؟ پروفيسر مايکل نيګلر وايي دا کار ډير اسانه دی. هغه زياتوي:

پروفیسر مايکل نيګلر
پروفیسر مايکل نيګلر

​عبدالغفار خان چې په باچا خان شهرت لري، د پښتنو په تاريخ کې د عدم تشدد له لارې خپلو هدفونو ته رسيدو لپاره پيژندل کيږي. د تعليم خورولو لپاره د نوموړي په نامه جوړ بنسټ، (Bacha Khan Education Foundation) مشر، خادم حسين وايي:خو خلک څنګه کولی شي ځان او نور له تشده يا د ياد حديث په وينا له ظلم څخه وساتي؟ د څيړونکو په خبره په خلکو کې چې کله د خپل چاپېريال او په هغه کې موجودو شيانو سره مينه موجوده وي نو تشدد ته يې زړه نه کيږي.

((چې کله انسان د زور زياتي کولو ضروت نه محسوسوي نو دا عدم تشدد دی. چې کله انسان له څيزونو کرکه نه کوي او خلکو سره نيزدي کيږي. خلکو سره مينه کوي نو دا وجداني يا روحاني عدم تشدد دی. کله چې بيا دا کس په ټولنه کې په عملي ډول دا شيان عملي کړي يعني خلکو ته د ضرر رسولو پر ځای هغوی سره مينه وکړي نو دا عدم تشدد دی. خلکو سره د عدم تشدد رشته د مينې رشته ده.))

عدم تشدد د بهادرو خلکو ستراتيژي ده. دا پر ځان د تشدد زغمل نه بلکې د تشدد په وړاندې فعاليت او کار دی.

د نړيوال امنيت په نامه يو ويب سايټ له مخې چې د نړۍ د جګړو او د هغوی څخه د شوو تباهيوو اړونده شميرې ساتي په دنيا کې دا وخت د پاکستان او افغانستان په شمول ۳۷ وسله وال جنګونه روان دي. په دې جنګونو کې د ترهګرۍ په نامه جګړې، د خپلواکۍ لپاره مبارزه او د خلکو ترمنځ وسله والې نښتې ځای لري.

که له يوې خوا د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې د داسې ډيرو تحريکونه مثالونه شته چې خلکو د عدم تشدد له لارې په برياليتوب سره خپل هدف ته ځان رسولی دی، په تېرو وختونو او اوس مهال کې ځينو ډلو د خپلو هدفونو تر لاسه کولو لپاره وسلې راخيستي دي.

سربيا کې د عدم تشدد په اړه د څيړنو مرکز (Center for Applied Action & Nonviolence Strategies) يا (CANVAS) مشر سرجه پاپوويچ وايي عدم تشدد خپلوونکي ډلې هغه مهال خپل اهداف تر لاسه کولی شي چې د دې لارې اصولو ته ژمن پاتې شي.

سرجه پوپوويچ
سرجه پوپوويچ

​((عدم تشدد د بهادرو خلکو ستراتيژي ده. دا پر ځان د تشدد زغمل نه بلکې د تشدد په وړاندې فعاليت او کار دی. په دي کې بايد غلط نه شو. ځينې خلک د عدم تشدد مبارزې ته پر ځان تشدد منل وايي چې داسې نه ده. د بې عدالتۍ په وړاندې بې له شخړې مبارزه عدم تشدد دی. د عدم تشدد د سياست ټول مقصد مقابل لوري ته د هغوی غلط کار د مينې او سولې له لارې ور وښودل دي. مثلا ورته ووايه چې موږ پر تا بمونه نه غورځوو. جګړه درسره نه کوو. ډز درباندې نه کوو. غواړو دا جرات درکړو چې تاسي له تشدده لاس واخلئ.))

د عدم تشدد د مبارزې سر لاری، پښتون سياستوال او ټولنيز شخصيب، عبدالغفار خان چې په باچاخان شهرت لري د خپل خدايي خدمتګار تحريک له لارې د انګريزانو پر ضد کاميابه مبارزه کړي. پر نوموړي د بې وسلې پښتون په نامه کتاب ليکونکې، موکوليکا بينرجي د عدم تشدد په اړه وايي:

دا خپرونه دلته اوريدلی شئ.

د سولې پر لور خپرونې لومړۍ برخه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG