د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په جوزجان ولایت کې ۳۰ وسله وال وژل شوي


د جوزجان امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په اقچې ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ۳۰ وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځوس نور ټپیان شوي دي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد رضا رضايي مشال راډیو ته وویل چې د دغو عملیاتو پرمهال یې د آقچې ولسوالۍ ټول کلي له وسله والو مخالفینو څخه پاک کړي دي.

رضايي زیاته کړه، هغه ۳۰۰۰ کورنۍ چې د نا امنیو له امله یې خپل کورونه پریښي وو بېرته خپلو کورنو ته ستانه شوي دي.

خو وسله وال طالبان بیا وايي چې د دغه عملیاتو پر مهال یې د افغان سرتېرو څلور زغره وال ټانګونه او یوه هلکوپټره له منځه وړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG