د لاسرسي ځای

د الجیریا پوځ د مې پر نولسمه نېټه له پلازمېنې الجایرز څخه شاوخوا سل کیلومیټره لرې دوه ویشت اسلامي سخت دريځي وسله وال وژلي دي.

د الجیریا د دفاع وزارت ویلي چې د بویرا ولایت په فیرکیوا سیمه کې په شويو دغو ترهګرۍ ضد عملیاتو کې مهمې وسلې او نور سامانونه نیول شوي دي.

دغه هیواد په 1990 مه کليزه کې د اسلامي سخت دريځو اړونده تشدد ولړزاوه چې په مرکزي او لويديځو برخو کې یې لا هم وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې فعالې دي او پر امنيتي ځواکون بریدونه کوي.

د الجیریا پوځ وايي چې د روان کال له پیل یې تر اوسه شپږ پنځوس وسله وال اسلامي سخت دريځي وژلي دي.

XS
SM
MD
LG