د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عربستان د اتو جلادانو اخیستلو اعلان کړی


دا په داسې حال کې ده چې سعودي عرب د روان کال په دې لومړیو پنځو میاشتو کې له دومره خلکو سرونه پرې کړي دي لکه په تېر ټول کال کې چې یې خلک اعدام کړي وو.

د سعودي عرب د ولسي خدمتونو وزارت د دې جلادانو د اخیستلو په اعلان کې ویلي چې د دې کار کولو لپاره د هیڅ ډول رسمي پوهې اړتیا نشته او له هغوی څخه به امتحان هم نه اخیستل کېږي.

د فرانس پریس خبري اژانس د مالوماتو له مخې ، سعودي عرب په تېر کال کې هم له پنځه اتیا کسانو سرونه پرې کړي وو.

سعودي عرب په نړۍ کې دریم هیواد دی چې په داسې توګه د مرګ سزا ورکوي. په دې هیواد کې د اعدام د سزا تازه پېښه تېره ورځ په ریاض کې وشوه چې پر یوه ځوانه نجلۍ د جنسي تېري کولو په تور کې له یو تنه سر پرې کړل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG