د لاسرسي ځای

تازه خبر

“افغانستان او روسیه د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاری دي”


د روسیې کورنيو چارو وزير ولاديمير کولوکولڅيف د سېشنبې پر ورځ په کابل کې له افغان چارواکو سره وليدل.

ولاديمير کولوکولڅيف په داسې سفر افغانستان ته تللی چې له وړاندې نه وو اعلان شوی.

بېګا له ارګه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د روسیې یوه لوړ پوړي پلاوي د ولاديمير کولوکولڅيف په مشرۍ کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره ولیدل.

خبرپاڼه لیکي چې دواړو غاړو د دوه اړخيزه اقتصادي او امنيتي چارو او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په خبرې وکړې.

افغان او روسي چارواکو په یوه خوله ترهګري د سيمې او نړۍ لپاره یو خطر وباله او د ختمولو لپاره يې پر ګډو همکاريو ټينګار وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG