د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیر اعظم نواز شريف د منځنۍ اسيا هېوادونو په سفر وتلى


'که په افغانستان کې چې امنيت وي، نو د وسطي ايشيايي ملکونو تجارتي اړيکي به له پاکستان او د پاکستان به له هغو ملکونو سره ښه کېږي'

د پاکستان وزیر اعظم نواز شريف د يوه جګپوړي پلاوي په ملتيا د منځنۍ اسيا د دوو هېوادونو ترکمنستان او کرغېزستان په يوه دوه ورځني سفر په لومړي پړاو کې د ترکمنستان پلازمېنې ته رسېدلى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د سېشنبې پر ورځ په يوه خپرې کړې اعلاميه کې ويلي، چې وزیر اعظم نواز شريف به د منځنۍ اسيا هېوادونو له مشرانو سره په خپلمنځيو اړيکيو سربېره، په نړیوالو سيمه ييزوپه ځانګړې توګه د ټاپي ګېس نلليکې پروژې په اړه خبرې وکړي.

دا په تېرو څو کلونو کې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د پاکستان وزیر اعظم لومړى سفر دى.

د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه کاږي، پاکستان د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره ژورې اړيکي لري او غواړي، چې له دغو هېوادونو سره د اقتصاد، سوداګرۍ، تعليم او برېښنايي انرژۍ په برخه کې اړيکي لا پراخې و ژورې کړي.

دغه وزارت د پاکستان او منځني اسيا هېوادونو ترمنځ ښې اړيکي د سيمې د اقتصادي او سوله ييز ثبات لپاره اړينې بولي او وايي، د پاکستان او منځنيي اسيايي هېوادونو ترمنځ ښې اړيکي به په سيمه کې د اقتصادي او برېښنايي انرژۍ د ودې زمينه برابره کړي.

په عين حال کې د پاکستان د سياسي او سيمه ييزو چارو ځينې څارونکي هم په دې باور دي، چې د سيمې د ټولو هېوادونو ترمنځ ښې او باوري اړيکي د سولې، ثبات او د اقتصادي ودې لپاره ګټورې دي، خو د دې ترڅنګ پر دې خبره ټينګار کوي، چې په افغانستان کې به له سولې او ثبات پرته د منځنۍ اسيا، پاکستان او نورو هېوادونو پرمختګ ناشونى وي.

دوى د سيمې د اقتصادي او سياسي پرمختګ لپاره په افغانستان سوله او ثبات لومړى شرط بولي. د سياسي او سيمه ييزو چارو څارونکي ايمل خټک په دې اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

" د پاکستان له منځنۍ اسیا ملکونو سره د تعلقاتو انحصار پر افغانستان باندې ځکه دى، که فرض کړه، پاکستان غواړي چې د منځنۍ اسیايي ملکونو سره تجارتي او کاروباري اړيکې مضبوطې کړي، نو د هغې لپاره اسانترينه لار د افغانستان له خاورې تګ دى. که موږ د چين له طرفه ځو، نو هغه ډېره اوږده پرېوځي.

که په افغانستان کې چې امنيت وي، نو د وسطي ايشيايي ملکونو تجارتي اړيکي به له پاکستان او د پاکستان به له هغو ملکونو سره ښه کېږي. نو دې دپاره امنيت که په افغانستان کې دى که پاکستان کې دى، نو دا د وسطي اشيا لپاره هم ښه دى.

که موږ وګورو نو په سيمه کې که د امنيت، ثبات او د سياسي او اقتصادي اړيکيو مسئله ده، نو دا تر هغې پورې عملي کېدى نشي او او دا ملکونه ترې په مکمله توګه ګټه نشي پورته کولاى، چې په سيمه کې امنيت نه وي او د سيمې د امنيت لپاره په افغانستان سوله او امنيت لازمي شرط دى."

وزیر اعظم نواز شريف به ترکمنستان او کرغېزستان ته د خپل سفر پر مهال د دغو هېوادونو له مشرانو سره د سواګرۍ، اقتصاد، برېښنايي انرزۍ او ځينو نورو برخو کې تفاهيم ليکونه هم لاسليک کړي.

د يادونې وړ ده، چې نواز شريف په داسې حال کې د منځنۍ اسيا هېوادونو په سفر وتلى، چې څه موده مخکې د چين ولسمشر پاکستان ته سفر وکړ او له دې هېواد سره يې د کاشغر_ګوادر د اقتصادي لويې لارې پر پروژې سربېره د ٤٦ مليارډو ډالرو په ارزښت د يو شمېر نورو پرمختيايي پروژو تړونونه لاسليک کړل.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG