د لاسرسي ځای

کیډټ کالج رزمک دې بېرته شمالي وزیرستان ته منتقل شي


د خېبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب عباسي امر کړی دی چې کیډټ کالج رزمک دې له نوښاره بېرته شمالي وزیرستان ته منتقل کړل شي.

سردار مهتاب عباسي د سېشنبې پر ورځ ویلي، دا پرېکړه یې ځکه کړې ده چې د ده په وینا، په شمالي وزیرستان کې تر پوځي عملیاتو وروسته امن پر ځای شوی دی.

د شمالي وزیرستان قبایلي او سیاسي مشرانو د حکومت د دې ګام هر کلی کړی دی.

د یادونې وړ ده چې رزمک کالج په ۲۰۰۹م کال کې د حالاتو تر خرابېدو وروسته لومړی پېښور او بیا نوښار ته انتقال شوی وو.

XS
SM
MD
LG