نن چارشنبه سهار نژدې نههبجې د پيښور ګلبهارپولیس تاڼې په سيمه کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې څانګې ډي اېس پي بهادر خان د نامالومه وسله والو په ډزو وژل شوی دی.
یو پولیس چارواکي وايي، له پېښې ورسته بریدګر په تېښته بريالي شوي دي.
د ګلبهار تاڼې محرر په وينا په سيمه کې د وسله والو د نيولو لپاره د لټون عمليات پيل شوي دي.