د لاسرسي ځای

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د اېګزیکټ په نوم د یوې ادارې پلټنو امر کړی


اسلام اباد - د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د اېګزیکټ په نوم د کراچۍ یوې ادارې د پلټنو امر کړی.

پر دې ادارې د نیو یارک ټایمز په یوه پلټنیز رپورټ کې تور پورې شوی وو چې د جعلي ډېګریانو (ډېپلومونو) په خرڅولو یې له خلکو څخه په سلګونه زره ډالره تر لاسه کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې یا نهې پر ورځ په خبرپاڼه کې ویلي چې چودري نثار علي خان د پاکستان پلټنو فېډرالي ادارې (اېف ای اې) ته د دې تورونو د سمدستي پلټنو کولو امر کړی دی.

د نیو یارک ټایمز ورځپاڼې خبریال ډېکلن واش په خپل پلټنیز رپورټ کې پر اېګزیکټ تور پورې کړی چې د امریکا د مشهورو پوهنتونونو نومونه یې بدل کړي او د ووبپاڼو یوه جعلي شبکه یې جوړه کړې چې پر خلکو شهادت نامې خرڅوي.

خبریال په امریکا، برتانیا او متحده عرب اماراتو کې له هغو کسانو سره خبرې کړې دي چې د هغوی په وینا، په سلګونه زره ډالره یې د پر لیکې یا انلاین تعلیم په موخه په دې جعلي پوهنتونونو کې لګولي دي. واش د اېګزیکټ ادارې له پخوانیو کارکوونکو سره هم مرکې کړې دي.

د رپورټ تر خپرېدو وروسته ایګزیکټ پر خپلې ووبپاڼې په خپور شوي بیان کې دا تورونه بې بنسټه وبلل.

هلته د پاکستان دولتي ټیليوېژن وايي، د کورنیو چارو وزارت تر امر وروسته په کراچۍ کې د اېګزیکټ پر دفتر چاپې ووهل شوې چې پر مهال یې دوه کسان د شک په تور ونیول شول.

XS
SM
MD
LG