د لاسرسي ځای

تازه خبر

که پاکستان خپله تګلاره بدله نه کړي، نو ناامني نه ختمېږي: شنونکي


اسلام اباد - د پاکستان پوځ مشر جنرال راحيل شريف له وزير اعظم نواز شريف سره ملاقات کړی دی چې پکې يې د هېواد امنیت او د امن پر صورتحال خبرې کړي دي.

د وزيراعظم دفتر يوه چارواکي خواجه معاذ طارق مشال راډیو ته وويل چې د دوشنبې پر ورځ د وزير اعظم نواز شريف او جنرال راحيل شريف تر منځ په شوي ملاقات کې د کراچۍ په روانو حالاتو او د ضرب عضب په نوم له عملیاتو علاوه پر ملکي سلامتۍ او نورو يو شمېر مهمو معاملاتو خبرې وشوې.

د ده په وینا، په پاکستان کې بهرنۍ لاس وهنه خصوصاً د هند استخباراتي ادارې په موجودګۍ او د دوی منفي سرګرميانو د مخنيوې په لارو چارو غور وشو.

مشال راډیو چې کله په لاهور کې د دفاعي چارو له کارپوه پروفيسر حسن عسکري پوښتنه وکړه چې حکومت په ملک کې د امن و امان وضعې خرابولو ذمه وار غير ملکي استخباراتي ادارې ګرځوي، ايا واقعي داسې ده او که څنګه؟

په ځواب کې نوموړي وویل، ((ښکاري چې دا ځل له پوځ سره څه ثبوتونه شته چې داسې خبرې کوي. تر دې وړاندې کله نا کله به داسې خبرې کېدې خو اوس د پوځ په لوړ کچ هم دا خبرې روانې دي او د هند له طالبانو سره د مرستو او په بلوچستان کې د لاس وهنې ثبوتونه ورسره دي.))

عسکري وايي، (( تر هغه وخته دا مسله نه حلېږي چې د دې ملک دننه د هغو عناصرو پر ضد کارروایي ونشي چې ترهګري کوي او دا چې حکومت د هېواد دننه حالات کابو نه کړي نو بهرنۍ لاسوهنې به روانې وي.))

خو په کراچۍ کې خبريال او پر سياسي چارو نظر لرونکې اجمل خټک کشر وايي له ۱۹۷۹ز کال راهیسې له جنرال ضياءالحقه واخله تر جنرال کياني پورې د پاکستان حکومت د افغانستان پشمول په ځنېو نورو هېوادونو کې محاذونه خلاص کړي ول او لاس وهنه به يې کوله نو هغه هېواد اوس په پاکستان کې لاس وهنه کوي او دا وجه ده چې نن دلته هم حالات خراب دي.

د يادونې ده چې د روانې یانې مې مياشتې پر پينځمه نېټه په پنډۍ کې د پوځ په سردفتر کې شوي د کور کمانډرانو په اجلاس کې هم وويل شوي وو چې په پاکستان کې ترهګرۍ ته په وده ورکولو کې د هند استخباراتي اداره لاس لري.

XS
SM
MD
LG