د افغان حکومت اجرایي مشر عبدالله عبدالله د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجي وزارت له چارواکو وغوښتل چې د مخابراتو د لا پراختیا لپاره یوه طرحه جوړه کړي.
عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن د دوشنبې پر ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژي د نړېوالې ورځې په مناسبت په کابل کې وکړې.
عبدالله زیاته کړه چې د افغانستان مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژي وزارت باید د مخابراتو او معلوماتي تېکنالوجۍ په برخه کې نور نوښتونه هم وکړي.
که څه هم مخابراتو په تېرو څو کلونو کې ښه وده کړې خو د کیفیت او لوړو بیو په اړه یې لاهم شکایتونه شته.