افغان او پاکستاني چارواکو د دوشنبې پر یو ځل بیا د تورخم - جلال اباد د سړک دویم لاین د جوړولو کار په رسمي توګه پرانیست.
دا سړک چې د جوړولو ژمنه یې پاکستاني لورې کړي تردې مخکې یې هم یوځل د جوړولو کارپه رسمي توګه پیل شوې و، خو وروسته د ځینو ستونزو له کبله بند شو.
په پرونۍ پرانیست غونډه کې له پاکستانه د ورغلي پلاوي مشر ميجرافضل رسنيوته وویل، د دې سړک پرانسته مخکې هم شوې وه خود ځينو ستونزو له امله پرې کاردریدلی و.
نوموړې زیاته کړه، تېره اونۍ کابل ته د پاکستان پوځ د لوی درستیز جنرال راحل شریف له سفره وروسته ورته نوموړې د دې سړک د کارد پیل امر کړی.
د دې پاکستاني میجر په وینا داځل به د یوکال په اوږدو کې د دې سړک د جوړولو چارې بشپړې شي.
بلخوا د ننګرهار سرپرست والي محمد حنیف ګردیوال ډاډ ښکاره کړ، چې دا ځل به د دې سړک چارې له ستونزو سره نه مخامخ کېږي او زیاته يې کړه، امنيتي ځواکونو ته يې دنده سپارلې چې د سړک کارکوونکو امنيت خوندي کړي.