د لاسرسي ځای

فرخندې قضیه: محکمې ۱۱ پولیسانو ته د بند سزا واوروله


د کابل ښار ابتدايي محکمې د فرخندې د وژلو په پېښه کې د وظیفوي غفلت له امله ۱۱ پولیس په یو- یوکال بند محکوم او اتو نورو ته یې برایت ورکړ.

د دې محکمې مشرصفي الله مجددي نن (سېشنبه) د پولیسو محاکمې پرمهال وویل چې اته نورځکه بري الزمه اعلان شول چې په اړه یې کافي شواهد نه وو، موجود.

مجددي زیاته کړه چې دغه فیصله په پوره بې طرفي او د قانون په نظر کې له نیولو سره شوې او یاد کسان کولای شي د استېناف محکمې غوښتنه وکړي.

تردې وړاندې همدې محکمې د فرخندې په وژنه کې ښکېل څلور کسان په اعدام او اته نور يې په شپاړلس کاله بند محکوم کړل.

د فرخندې په قتل کې ۴۹ کسان تورن پيژندل شوي وو، چې دیرش یې ملکیان او نولس یې پولیس وو.

XS
SM
MD
LG