د لاسرسي ځای

د کراچۍ پر بس د بریدکوونکو مالومولو په لړ کې پرمختګ شوی


د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان وايي، امنیتي او استخباراتي ادارو په کراچۍ د اسماعیلیانو په وژنه کې د ککړو کسانو مالومولو او نیولو په لړ کې پرمختګ کړی دی.

ده د دوشنبې یا ګل پر ورځ د کراچۍ سفر پر مهال له لوړپوړو حکومتي او امنیتي چارواکو سره ولیدل.

ده وویل، ځېنې کسان یې نیولي دي خو زیاته یې کړه چې دا تر وخته مخکې خبره ده چې ګواکې د پېښې اصلي عاملینو ته رسېدلي دي.

د تېرې چارشنبې یا شورو پر ورځ د کراچۍ پر صفورا چورنګۍ کې وسله والو د اسماعیلیانو پر بس برید وکړ چې پکې یې له ۴۰ زیات کسان ووژل او ګڼ یې ژوبل کړل.

XS
SM
MD
LG