د لاسرسي ځای

د افغانستان د غزني ولایت امنيتي چارواکيو تاييد کړې ده چې په دغه ولايت کې د هېلمند ناوې ولسوال وژل شوی دی.

چارواکي وايي، د هېلمند ناوې ولسوال حاجي عبدالمناف خان د دوشنبې پر ورځ له کابله، هېلمند ته روان و چې پر لاره يې پر موټر طالب وسله والو بريد کړی دی.

د غزني د امنيت مشر اسدالله ساپی د دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل په دغه سفر کې له ولسوال سره د هغه زوی او ډرایور هم شامل وو خو طالبانو يوازې ولسوال وژلی.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د دې برید ذمه واري منلی ده.

XS
SM
MD
LG