د لاسرسي ځای

شمالي وزیرستان ډرون برید، درې مشکوک وسله وال وژل شوي


پاکستاني چارواکي وايي، د دوشنبې (ګل) او سې شنبې (نهې) تر منځ په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې مشکوکه وسله وال وژل شوي دي.

د استخباراتي ادارو چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، دا برید په دته خېلو کې شوی چې پکې دوه مشکوک پټنځایونه په نښه کړل شول. دوی وايي، تر اوسه مالومه نه ده چې وژل شوي مشکوکه وسله وال کورني دي او که بهرني.

ځېنو رسنیو د وژل شویو شمېر بدل ښودلی خو تر اوسه یوازې د درو کسانو د وژنې پخلی شوی.

د شنبې یا خالي پر ورځ هم په شمالي وزیرستان کې ډرون برید شوی وو چې پکې دوه بهرني او درې کورني وسله وال وژل شوي ول. البته چارواکو د بهرنیو وسله والو پېژندګلوۍ په اړه څه و نه ویل.

XS
SM
MD
LG