د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست د تڼیو اوسېدونکي د څښاک پاکې اوبه نه لري


د خوست تڼیو ولسوالۍ یو انځور
د خوست تڼیو ولسوالۍ یو انځور

خوست - د خوست د تڼيو ولسوالۍ اکثره اوسېدونکي د څښاک پاکې اوبه نه لري، د سيمې اوسيدونکي وايي چې، دوی په خپل ورځني ژوند کې د ډنډونو او ويالو له اوبو څخه ګټه اخلي.

بلخوا د تڼیو ولسوال هم په یاده سیمه کې د پاکو اوبو نه شتون مهمه ستونزه بولي، خو په دې برخه کې د اړوندو ادارو د پاملرنې او مرستې غوښتنه کوي.

که څه هم د خوست ولایت په ډېریو ولسوالیو او اړوندو سيمو کې د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاس رسى ډېر شوى، خو د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکي لا هم په دې برخه کې ستونزې لري.

هغوى وايي، په ځينو کليو کې د اوبو شبکې جوړې شوې او ژورې څاه ګانې کېندل شوي، خو په اکثرو کليو کې خلک د ويالو او ډنډونو اوبه د څښلو لپاره کاروي.

قومي مشر غفار خان مشال راډيو ته وویل، خلکو د باراني اوبو لپاره ډنډونه جوړ کړي او د همدې ډنډونو له اوبو څخه د څښاک او نورو اړتیاوو لپاره ګټه اخلي:

((د تڼیو منطقه اکثریت للمه ده، دلته خلکو د باران اوبو ته ډنډې جوړې کړې دي، د همدې ډنډو د اوبو نه بیا خلک استفاده کوي، اوس په هغه سیمو کې چې د غره نه ورته نلونه غځیدلي دي، د خلکو ژوند يې ښه شوی او مریضۍ يې هم ورکې شوې دي.))

غفار خان زیاتوي، چې د هغو سیمو خلک چې د ډنډونو له اوبو د څښاک له پاره ګټه اخلي د ډېرو ستونزو او ناروغیو سره مخامخ دي.

دتڼیو ولسوالۍ قومي مشر حاجي مامور خان وايي، چې د دوی ۸۰ سلنه ستونزه د اوبو ده او دوی له ناکامه د ډنډونو او ویالو ناپاکې اوبه څکي:

((په تڼیو کې د خلکو ۸۰ سلنه مشکل د څښلو د اوبو دي، موږ اوس د غرونو نه اوبه راوړو، څه په نلونو او ویالو کې راځي، مقصد ټولې چټلې اوبه دي، خو موږ مجبور یو هغه اوبه څکو.))

د تڼيو ولسوال هم په ياده ولسوالۍ کې د څښاک لپاره د پاکو اوبو نه شتون د خلکو د ژوند پر وړاندې تر ټولو جدي ستونزه په ګوته کوي.

جاوېد جوشان له اړوندو ادارو غواړي، چې په دې ولسوالۍ کې خلکو ته د څښلو د اوبو اسانتيا برابره کړي:

((زموږ د تڼیو د ولسونو او خلکو په مابین کې اساسي او مهم مشکل د اوبو دي، خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، خلک د ویالو او ډنډونو اوبه څښي، مثلاً موږ په دره ګي کلي کې یوه څاه لرو، چې شپې ورڅخه ښځې اوبه وړي او ورځې له خوا سړي د کور او څارویو ضرورتونه ورڅخه پوره کوي.))

دا په داسې حال کې ده، چې روغتيا کارکونکي تل ټېنګار کوي، چې د ډنډونو او ویالو د اوبو څخه هر وخت د ډول، ډول بیماریو د پیدا کولو ویره شته او د ناپاکو اوبو له استعمال څخه د مخنیوي سپارښتنې کوي.

تڼي د خوست سویل لوري ته شمالي وزیرستان سره په پوله پرته ولسوالي ده، چې ډېری ځمکه یې للمه ده او د دښتو ډېره برخه يې د اوبو د نه شتون له کبله شاړه ده.

XS
SM
MD
LG