د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې ورښتونو او وږلۍ سخت مالي زیانونه اړولي


د بره کورمې ایجنسۍ په کړمان، مالي کلي، سره ګاله او او زېړان سیمو د زیاتره خلکو ژوند پر کرکرونده ولاړ دی.

په کورمه ایجنسۍ کې د بارانونو او سختې ږلۍ له کبله له پاړه چنار سره نیزدې په زېړان، سره ګاله، مالي کلی او کړمان سیمو کې ځایي خلکو ته سخت مالي توانونه اړولي دي.

یوه ځایي اوسېدونکي هدایت علي مشال راډیو ته وویل، د خالي پر ورځ دروند باران او درنه ږلۍ وشوه چې ورسره د دوی په زرګونو ایکړه زمکه ولاړ فصلونه او باغونه تباه شول.

ده وویل، په سیمه کې غنم او نور د میوو فصلونه په بخېدو ول او هغه ټول يې له مینځه وړي دي.

ده غوښتنه وکړه چې حکومت دې له متاثره خلکو سره مرسته وکړي.

د ځایي خلکو په خبره، د ورښت او ږلۍ له کېدو وروسته په ځینو ځایونو کې د کورونو دیوالونه هم چپه شوي دي. خو د سر زیان په باب راپورونه نشته.

له قدرتي افتونو سره مبارزې ادارې مشر مجاهد علي مشال راډيو ته وویل، که څه هم د فنډ کمی دی خوله زیانمنو شوو خلکو سره د مرستو هڅه کوي.

د بره کورمې ایجنسۍ په کړمان، مالي کلي، سره ګاله او او زېړان سیمو د زیاتره خلکو ژوند پر کرکرونده ولاړ دی.

د ده په خبره د سیمې خلک بې وزله ده او که زغرده مرسته ورسره ونشي، نو ژوند يې نور هم اغېزمندای شي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG