د لاسرسي ځای

تازه خبر

’طالبان او داعش له اسلامه وتلي دي‘


د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کې د یکشنبې ورځ د تنظیم اتحاد امت په نوم د اهل حدیث مفتیانو په یو کانفرانس کې وویل شول چې طالبان، داعش، بوکوحرام او الشباب ډلې له اسلامه خارجې دي.

د کانفرانس په پای کې دیني عالمانو په یوه شریکه فتوا کې وویل: اسلام د مذهبي توپیرپالنې او نه هم د اسلامي حکومت د امنیتي سرتېرو پرضد د جنګېدو اجازه ورکوي. فتوا وايي ځانمرګي بریدګر یا د ځانمرګو بریدونو لپاره د خلکو روزونکي دوزخیان دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو یا نورو یادو ډلو له لاهوره د خپرې شوې فتوا په اړوند څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG