د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ترهګرو د جګړې ډګر کې ماتې خوړلې'


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل هوايي ډګر ته څېرمه ځانمرګی برید چې درې کسان یې ووژل په کلکه غندلی او دا یې د افغان ځواکونو په وړاندې د وسله والو مخالفینو ماتې بللې ده.

ولسمشر غني په یوه بیان کې ویلي، د ملکي وګړو او په تېره د ښځو او ماشومانو وژنه ښيي چې ترهګر د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې ده. افغان ولسمشر ټینګار کړی چې حکومت به د هغو کسانو پر وړاندې چې افغانان وژني د هېڅ راز روا او مشروع ځواک له کارولو ډډه ونکړي.

د کابل د هواپېژندنې ملي ادارې مخې ته د یکشنبې پر ورځ ځانوژونکې حملې دوه مېرمنې او یو برتانوی چې د اروپايي ټولنې د پولیس افسر و، ووژل او د دریو بهرنیانو په ګډون یوویشت تنه نور يې ټپيان کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG