د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا پاکستانۍ تګلاره څرګند لېونتوب دی


يوه خبره يقيني ده، چې د پاکستان ناکامېدل به نوره ترهګرۍ او مرګونه رامنځ ته کړي، او د دې ذمه وار به پخپله دغه هېواد وي.

د نېشنل انټرسټ مجله کې لیکواله کرسټین فیېر لیکي، د امريکا کانګرس يو رپورټ خپور کړي، چې پکې پاکستان ته د وسلو او مرستو ورکولو تفصيلات ورکړل شوی دي. واشنګټن دعوا کوي، چې د دغو وسلو په ورکولو سره پاکستان توانيدلې چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امريکا ښه ملګری جوړ شوی.

خو د کرسټین فیېر په خبره ثبوتونه د دې خبرې نفي کوي. په حقيقت کې پاکستان په سيمه کې دامريکا مهمو ګټو ته زیان رسوي، او په هېواد کې دننه او بهر د اسلامي ترهګرو سرچينه جوړه شوي ده.

کرسټین فیېر ليکې چې د واشنګټن لخوا پاکستان ته د دغو سامانونو ورکول د ترهګرو او اورپکو پرضد جګړه کې لږ افاديت لري، خو د هند پرضد جګړي کې يې ارزښت زيات دي. یو ډیموکراټیک امریکايي ملګری له مودې راهیسې پاکستانۍ شوکه او لوت زغمي.

کرسټین فیېر پر مخ لیکي له ډېرې مودې راهېسې اړتيا ده چې امريکا باید د پاکستان لپاره په حقيقت ولاړه نوې پاليسي ولري.

کرسټین فیېر ليکې، له یولسم سيپټمبر راهیسې، امریکا د امنیتي مرستې په مد کې پاکستان په ۸ بیلیونه ډالره نازولی دی، ۱۱ بیلیون ډالره یې په اقتصادي برخه کې مرسته ورسره کړې، او ۱۳ بیلیون ډالره یې د ټلوالې ملاتړي فنډ په مد کې مرسته ورسره کړې. له هاغه راهیسې، پاکستان ته د امریکا وسلې، چې پکې پېري کلاس نومي توغندي راځي ورکړل شوي، ۱۸ نوې او ۱۴ کارول شوې اېف ۱۶ الوتکې چې د هستوي وسلو وړلو وړتیا لری، پاکستان ته ورکړل شوې. ۵۰۰ له ځمکې هوا ته توغېدونکي توغندي، له ۱۴۵۰ تر ۲۰۰۰ پاونډه پورې بمونه، ۱۶۰۰ داسې کیټان چې ثقلي بمونه په پرمختللو لېزر بمونو اړولی شي، د ځمکلاندو وسله تونونو د له منځه وړلو ۲۰۰۷ توغندي، د سمندري کشتیو ضد ۱۰۰ هارپون توغندي، ۵۰۰ دانې له هوا په هوا کې ویشتونکې توغندي، اوه دانې سمندري توپې، ۳۷۴ دانې وسله وړونکې وسیلې، او داسې ګڼ نور...له دې برني نوملړه ښکاري چې پاکستانیو تندلارو هوايي، سمندري او ځمکني ځواک وړتیا هم ترلاسه کړې ده.

کرسټین فیېر ليکې، د دغه امریکايي مرستو واشنګټن ته څه ګټه رسېدلې؟داسې ښکاري چې ډېره لږ.په افغانستان کې بری ډېر پخوا وبایلل شو. پاکستان تر بل وخت بې ټېکه او بې ثباته دی. ان دا چې خپله واشنګټن دا ورکړه او خیراتونه روا او مشروع بولي چې په افغان جګړه کې له پاکستانه همکاري ترلاسه کوي، د دې په بدله کې ۲۳۵۶ امریکايي پوځي سرتېري او دغه ډول د ټلوالې ۶۷۷ عسکر وژل شوي، او د دې برسېره له یولسم سیبټمبر راهیسې۲۱ زره افغان ولسيوګړي وژل شوي، او له ۲۰۰۳م کال راهیسې ۲۰ زره افغان پولیس او افغان ملي اردو سرتېري وژل شوي دي. یاغیانو یوازې په ۲۰۱۴م کال د افغان ملي امنیتي ځواک ۵۰۰۰ سربازان وژلي دي. پاکستان پرله پسې د جلال الدین حقاني شبکې ملاتړ کوي، چې په افغانستان د امریکا، ناټو، افغان ځواکونو او هند موخو باندې په منظمه توګه د لوړې کچې ځانمرګي بریدونه پلانوي. د پاکستان د مخامخ پوځي، ډپلوماتیکي،سیاسي، مالي، او ورسره په پاکستان کې د خوندي پټنځایونو پرته به اورپکي کله هم د دومره وژنو جوګه نه ول لکه دي چې.او له شکه وتلی، د القاعده مشر اسامه بن لادن د پاکستان له مشهورې پوځي اکاډمۍ کاکول سره په لنډ واټڼ کې راووت. کرسټین فیېر ليکي چې پاکستان د دې هډو پلټنه ونکړه چې په دې دومره موده کې په دغه هېواد کې هغه د چا په مرسته اوسېدلو. پظاهره دا همکاري ښکاري.

کرسټین فیېر ليکي د پاکستان پر وړاندې د امریکا دغو تګلارو د ګڼو دلایلو له مخې بې له شکه یوه خطرناکه نړۍ پرېښودې ده.

لومړۍ، په ورسره شوو مرستو پاکستان د هند پر وړاندې جګړه راپاروي، او د ترهګرو او او اورپکو د وهلو لپاره د پاکستان نیت جوړولو او وړتیا زیاتولو لپاره هېڅ هڅه نه کېږي. په دغو کړنو سره نه یواځې امریکا، هند او افغانستان بلکې عادي پاکستانیان هم غوسه کول کېږي چې تر ټولو زیات ترهګرو کړولي دي.

دویم، امریکا د خپل یوه داسې یاغي ملګري پاکستان جنګي وړتیا زیاتوي،چې پرله پسې ترهګران جوړوي، او د خپلې خوښې جګړه پرمخ بیايي. پاکستاني عسکر او وګړي د پاکستانیو طالبانو یاغي عناصر له لاسه وژل کېږي، خو په دولت کې دولت یا د دغه هېواد اصلي پوځي واکمن د لښکرې طیبه او جېش محمد غوندې “ښه ترهګران”پرله پسې جوړېږي. او ان دا چې فرقه ییز وژونکي هم زغمي چې له یوه مخې هر شییعه په ایران پورې تړي او وژني یې.

کرسټین فیېر ليکي دا لېونتوب باید ودرول شي.

دا ليکي چې د واشنګټن لخوا جوړ کړل شوي اړې ګړې سمولو لپاره د پاکستان په اړه په سمدستي توګه نوې پاليسي پکار ده، چې تر هغو د پاکستان په اړه سخت ګامونه پورته کړل شي، تر څو چې يې د جهاديانو مرکزونه نه وي بند کړي.

کرسټین فیېر ليکي، د پاکستان ناکامه رياست ګرځېدو ويره، د کانګرس بې زړه غړو، د سپني ماڼۍ، د بهرنو چارو او د دفاع د چارو وزارت چارواکې دې ته اړ کړي چې پر دي يقيني حالت سترګې پټي کړي. يوه خبره يقيني ده، چې د پاکستان ناکامېدل به نوره ترهګرۍ او مرګونه رامنځ ته کړي، او د دې ذمه وار به پخپله دغه هېواد وي.

XS
SM
MD
LG