د لاسرسي ځای

تازه خبر

ثنا اعجاز او اصغر پښتونیار د تعلیم مبارزان


Pakistani Sana Ejaz picture(11,18, 14)
Pakistani Sana Ejaz picture(11,18, 14)

دا اونۍ د ځوانانو غږ خپرونه کې ثنااعجاز او اصغر پښتونیار مېلمانه وو. ثنا اعجاز د پېښور ده او د ټولنیزو او بشري حقونو لپاره له تیرې یوې مودې راهیسې مبارزه کوي. نوموړې وايي دوی په خپله سیمه کې د ګندهارا په نوم یو مرکز هم لري.نوموړې وايي د نجونو د تعلیم لپاره یې له یوې مودې راهیسې مبارزه پیل کړېده. د ګندهارا په نوم دغه مرکز د نجونو د تعلیم ، امن او کولتور لپاره هلې ځلې کوي.

اصغر پښتونیار
اصغر پښتونیار

همدارنګه د بلوچستان د کوټې سیمې اوسیدونکی ځوان اصغر پښتونیار هم سیاسي او بشري حقونو لپاره هلې ځلې کوي. دوی په کوټه کې د ډیوه فاونډیشن په نوم یړ مرکز پرانیستی دی. دوی همدارنګه د پښتنو د حقونو لپاره هم وخت په وخت هلې ځلې کړي دي.

د ثنا اعجاز او اصغر پښتونیار سره د مشال راډیو همکار اسرار عالم مومند د ځوانانو غږ خپرونه کې خبرې کړي دي. دا خپرونه لاندې پر فلش پلیر اوریدلی شئ.

د ځوانانو غږ / ثنا او پښتونیار
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:53 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG