د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست : مدني ټولنې وايي مرکز یې ستونزو ته پام نه کوي


د غونډې ګډونوال
د غونډې ګډونوال

نن د یکشنبې په ورځ په خوست کې یو شمېر مدني بنسټونو، قومي شوراګانو او د ټولنیزو سازمانونو غړو د یوې خبرې ناستې له لارې د ملي یووالي د حکومت له چارواکو څخه د یاد ولایت په اداره کې د اساسي اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

دوی د ملي یووالي د حکومت پر مشرانو هم غږ وکړ، چې په فساد کې ښکیل ځايي چارواکي عدلی او قضايي ادارو ته وروپيژني او خوست ته یو وړ او د فساد څخه پاک شخص د والي په توګه په دنده وګماري.

په یاده خبره ناسته کې چې د مدني فعالانو سربیره یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو هم ګډون کړی وو، ویناوالو په مرکزي حکومت نیوکه وکړه، چې د خوست په ادره کې د اصلاحاتو د راوستو په اړه د دوی غوښتنې او د فساد پر ضد د دوی مبارزې او قربانۍ ته توجه نه ده شوې او د خلکو هیلې او ارمانونه له پامه غورځیدلي دي.

دیني عالم مولوي محمد داود وقفي خبري ناستې ته وویل، چې مرکزي حکومت د خوست د خلکو د غوښتنو په ترسره کولو کې پاتې راغلی دی:

« د خوست ولسونه په ډېر همت او شجاعت سره راپورته شول، د اداري فساد د ختمولو له پاره يې ملاوې وتړلې، شهیدان شول، زخمیان شول، خو متاسفانه مرکزي حکومت د ولسونو غوښتنو ته ځواب ونه شو ویلای، تر اوسه پورې هم هغه فاصده اداره موجوده ده، تر اوسه هم مرکزي حکومت د یو داسې والي په رالیږلو کې اقدام ونکړ، چې اهل کار وي، چې د هغه والي په رالیږلو سره زموږ د شهیدانو او زخمیانو ارمانونه پوره شي.»

یو بل تن دیني عالم مفتي حبیب الرحمن خوستي د خوست موجودو ستونزو ته د مرکزي حکومت په پاملرنه ټېنګار وکړ:

« مرکزي حکومت باید خوست ولایت ته کاملاً توجه وکړي، هم په کدري لحاظ او هم د موجوده مشکلو د حل کولو له پاره، دا واقعاً په پوهه دا د مرکزي حکومت یو زیاتی دی، چې زموږ سره يې کوي او باید چې نور يې ونکړي.»

د هېوادپال ځواک د ځايي دفتر مشر صاحب ګل فرهاد وویل، چې په خوست کې د فساد پر ضد حرکت به تر هغه روان وساتي، تر څو چې په دې ځای کې ولس ته د منلو او تائید وړ یوه ادره رامنځته شي:

« په مرکزي حکومت غږ کوم چې اوسنی حرکت به تر هغه دوام لري، تر څو چې د خوست اداره پاکه شوې نه وي، صفا شوي نه وي او قابل د قبول د ولسونو او قومونو ګرځیدلي نه وي.»

د افغانستان د ملي ائتلاف د سیمه ییز دفتر مشر ډاکټر ابراهیم مشفق وویل، چې د چارواکو په همکاری د بل ولایت نه څلور تنه غیر حاضر مامورین راغلي او په بې قانونه ډول يې په یوه ورځ خپلې ټولې حاضری لاسلیک کړي دي. ده وویل، چې اوس هم په ځینو ادارو کې بډې او درغلۍ روانې دي.

د خوست د ولسونو د منتخبې شورا سرپرست رئیس حاجي سلیمان هم په مرکزي حکومت غږ وکړ، چې په ادره کې دې د سمون له پاره یو مناسب شخص د والي په توګه راولیږي.

یاده دې وي، په خوست کې داسې مهال یو ځل بیا د ځايي چارواکو پر ضد د مدني حرکتونو د دوام خبره راپورته شوې، چې د حمل په ۱۳ مه د فساد پر ضد د زرګونو خلکو په سوله ییز لاریون ځانمرګی برید وشو، خواوشا اتیا تنو لاریونوالو ته مرګ زوبله واوښته، خو د معترضینو په وینا چې مرکزي حکومت تر اوسه هم په ځايي اداره کې د اصلاحاتو په اړه عملي اقدامات نه دي کړي.

XS
SM
MD
LG