د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاک ـ افغان ولسي تړون، د راشه درشه غوښتنه کوي


د غونډې یو انځور
د غونډې یو انځور

ذبیح شفق

د شنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د قبايلي سيمو او د افغانستان د امنيت، پرمختګ او د ددغو سيمو د اوسېدونکيو د يو شمېر ستونزو د هوارولو په اړه يو ورځنى کنفرانس وشو، چې سلګونو کسانو پکې برخه واخیسته.

دغه کنفرانس، چې د پاک_افغان اولسي تړون د مدني ټولنې له خوا جوړ شو ، د خيبر پښتونخوا او د قبآيلي سيمو پر اوسېدونکيو سربېره پکې، د پېښور د يو شمېر مدني ټولنو غړيو، افغان محصلينو اوله افغانستانه راغلولسګونو کسانو ګډون وکړ.

د غونډې ګډونوال د پاکستان و افغانستان په پښتني سيمو کې د موجودو ستونزو په اړه وغږېدل او د دواړو هېوادونو له دولتونو يې غوښتنه وکړه، چې په دغو سيمو کې دې د ترورېزم پرضد کوټلي ګامونه پورته کړي، اوسېدنکيو ته دې يې د ژوند لومړنۍ اسانتياوې برابرې کړي او په دې اړه يې تجويزونه وړاندې کړل.

د پاک_ افغان اولسي تړون مشر اورنګزيب خان له مشال راډيو سره په خبرو کې ددغه کنفرانس دموخې و مقصد په اړه وويل:

"د پاکستان او افغانستان په مېنځ کې چې کومه سيمه پرته ده، نو دوى يو بل سره يو دي. دغه خلک موږ ځکه راغوښتي دي، چې کوم اقتصادي تړون د سبا لپاره کېږي په وطن کې دي، يعنې د پاکستان او افغانستان چارواکيو فيصله کړې ده، چې په ډيورنډ کرښې باندې په ١٦ ځايونو کې تجارتي دروازې جوړوي، نو موږ وايو چې له دغې نه د منځنۍ پښتونخوا خلکو ته ګټه ورسېږي. دا زموږه بنيادي مقصد دى. "

غونډې ته له افغانستانه راغلي ګډونوال عزت الله شينواري مشال راډيو ته وويل، چې دا ډول پروګرامونه د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ د راشې درشې لپاره ګټور دي او ښايي د ستونزو په حل کې يې هم رغنده رول ولوبوي:

" موږۀ ژمنه کړې، داسې غونډې به په کابل، پکتيا، جلال اباد او د پښتونخوا نورو سيمو کې به کېږي او مشترک مشکلات به سره وايو او د هغو د حل لارې چارې به لټوو. د کويټې له بولانه نيولې تر چترال پورې د سرحد دواړه غاړې په اور کې سوځي، چې همدا پښتانه پکې سوځي. موږ مجبور يو چې غږ پورته کړو، کله چې د يو شي ډېر زيات غږ پورته شي، نو د حل لاره يې هم راوځي. غږ به پورته کوو او د حل لپاره به يې عملي لارې چارې هم لټوو."

د کنفرانس يو بل ګډونوال نظيف خان هم دا ډول غونډې د پاکستان و افغانستان د اړيکيو لپاره مهمې ارزوي او ټينګار کوي، چې د دواړو هېوادونو حکومتونه بايد شته ستونزې د خبرو اترو له لارې اوارې کړي:

" دا غونډه موږه يو خوشبختي ګڼو، يو ښه اقدام يې ګڼو. د پښتنو قبايلو په حواله او دغسې د افغانستان او پاکستان د اړيکيو د ښه کېدو په اړه هم دا ګڼو چې دا يو ښه اقدام دى. نن سبا په دنيا کې ټولې خبرې، جګړې، لانجې او ستونزې د خبرو له لارې حل کېږي، نو موږه دا جرګه په دغه سلسله کې يو ښه اقدام ګڼو."

د يادونې وړ ده، چې له بېلابېلو قبآيلي سيمو راغليو ځايي مشرانو او د مدني ټولنو غړيو پر پاکستاني حکومت غږ وکړ، چې د پوځي عملياتو له امله له دغو سيمو څخه د بې کوره شويو خلکو د بېرته ستنېدو لپاره دې لازم اقدامات وکړي او همداراز دې په دې سيمو کې هغه ښوونځي، روغتيايي مرکزونه او نورې دولتي ودانۍ ژر تر ژره ورغوي، چې په پوځي عملياتو او يا هم د ترهګرو له خوا له منځه وړل شوي.

XS
SM
MD
LG